وسله والو طالبانو نن (سه شنبه) د کندهار ـ هرات پر لویه لار ۲۰ مسافر د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې برمته کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغه خلک د دې ولسوالۍ له مهاجر بازاره تښتول شوي دي.
د ځواک په خبره، برمته شوي مسافر د څلورو موټرو سپرلۍ دي.
د والي ویاند وايي، د دې احتمال شته، چې په تښتول شویو کسانو کې سرتېري هم شامل وي.
دی زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي دي او د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون له پاره هڅې روانې دي.
له بل لوري په هلمند ولایت کې د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه افشاکولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د برمته شویو کسانو شمېر ۲۵تنه دی.
سرچینه وايي، چې وسله والو طالبانو تښتول شوي کسان د لښګرګاه څلورمې حوزې باباجي ته لېږدولي دي.
قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي د پېښې مسوولیت یې اخیستی او رسنیو ته یې په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دوی د استخباراتی معلوماتو له مخې یې ۲۷ تنه له ځانه سره وړي دي.
د طالبانو دغه ویاند وایي، چې نیول شوي ټول امنیتي کسان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو شاوخوا ۱۹ ورځې مخکې د کندهار ـ کابل په لویه لار ۹ مسافر برمته کړل او یو ورځ وروسته یې د کندوز ـ تخار په لویه لار ۵۰ تنه نور مسافر وتښتول.
تېره اونۍ د لویو لارو د امنیت خوندیتوب په اړه هېوادوالو لاریونونه وکړل او له حکومته یې غوښتي وو، چې د دې یرغمل نیولو مخنیوی دې وکړي.