ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د جګړې قربانيشویو کورنیو ته د حکومت نه پاملرنې له امله وسلهوالې ډلې له هماغو کورنیو سربازي ګیري کوي او دغه کورنۍ په دویم او درېیم وار قرباني ورکوي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې صبرینا حمیدي دا څرګندونې نن ننګرهار کې د جګړې د قربانیانو د یاد او درناوي ورځې په مراسمو کې وکړې.
د اغلې حمیدې په وینا، امنیتي ادارې ښه پوهېږي چې سرباز ګیري تر ډېره له هغو کورنیو کېږي چې د فقر په حالت کې ژوند کوي.
دې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه، افغان حکومت باید پر یو داسې میکانیز کار وکړي چې د جګړې قربانيشویو کورنیو سره بنسټیزې مرستې وشي چې تر اوسه دا میکانیزم نهشته.
صبرینا حمیدې زیاته کړه، د افغان حکومت له لوري چې د جګړې قربانيشویو کورنیو سره کومې مرستې کېږي، د دې تر څنګ چې بسنه نهکوي، بېرته هماغو کورنیو ته په شفاف ډول نه رسېږي او دې کې هم فساد کېږي.
دولتي ادارې جنګ کې د وژل شوي کورنۍ ته ۱۰۰ زره او ټپي هغې ته ۵۰ زره افغانۍ ورکوي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې صبرینا حمیدي همدارنګه وايي، له ۱۳۸۸ کال نه تر ۹۶ کال پورې ټول هېواد کې ۶۴ زره او ۱۰۴ ملکي وګړي د جګړې قرباني شوي چې ۳۶ سلنه یې وژل شوي او پاتې یې ټپيان دي. د دې په باور، په دې قربانيشویو کې لوړه فیصدي د ختیځو ولایتونو او ځانګړي ډول د ننګرهار ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنې تل دا وي چې جګړه کې ښکېلې غاړې د ملکي وګړیو ژوند ته پام نهکوي او هغه کسان چې د ملکيانو په وژنه کې ښکېل او نیول شويوي؛ بېرته د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري خوشې کېږي؛ خو د ننګرهار والي حیاتالله حیات ژمنه کوي چې له دې وروسته به دغه ډول جنګي مجرمینو ته د محکمې له ثبوت وروسته ډاګیزه سزا ورکوي.
هاخوا د ننګرهار دوه اوسېدونکي او د جګړې د دوو قرباني کورنیو غړي رسولګل او صابرالله که څه هم له قربانيشویو کورنیو څخه د وسلهوالو د سربازګیرۍ یا جلبوجذب په اړه خبرې نهکوي؛ خو په ټوله کې خپل حالت ته خپه دي.
پخوا هم داسې راپورونه خپاره شوي چې وسلهوال تر ډېره له هغو کورنیو سربازګیري کوي چې د فقر په ټيټه کچه کې ژوند کوي؛ خو دا چې د جګړې قرباني کورنۍ دویم ځلي قرباني ورکوي؛ د بشري حقونو ادارې خطرناکه اندېښنه بللې ده.