د لوګر ولایتي اداره وايي، دا لومړی ځل دی، چې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې محکمه جوړیږي.
د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې تر اوسه د دغه ولایت له نیمايي زیاتو ولسوالیو کې څارنوالۍ او محاکم شتون نه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د لوګر والي د سل ورځني پلان له مخې په خوښۍ ولسوالۍ کې له ۱۴ کلونو وروسته محکمه جوړه شوه.
صالح وايي، د طالبانو نظام تر نسکورېدو وروسته دا اول ځل دی، چې د دغې ولسوالۍ د خلکو دعوو او شخړو د حل له پاره د عدلي او قضايي ارګان په برخه کې کار وشو.
په ورته وخت کې د خوښۍ ولسوالۍ سیمه ییزو مسولینو د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د دغې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو شخړې او دعوې د طالبانو په صحرایې محاکمو کې حل او فصل کوي.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي د روان کار د تلې میاشتې په ۲۵ نېټه سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي و، چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو ازرې، خروار او د څرخ اوسېدونکې د خلکو ستونزو او شخړو د هوارې په موخه د دولت پر ځای د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي.
فدايي زیاته کړې وه، چې د لوګر په څلورو ولسوالیو کې د افغانستان دولت څارنوالي او محاکم هیڅ وجود نه لري.