په ټولنیزه شبکه (فېسبوک پاڼه) کې د ماما وردګ په نوم طنزي پاڼه کې د " طالباني فکر پر ضد د افغانستان شعر" په نوم جشنواره پېل شوې ده او په دې شعري جشنواره کې د نړۍ له ګوډ ګوډ نه د افغانستان مشهورو او وتلو شاعرانو د ځانمرګي بریدونو، جګړو، چاودنو، طالب او طالباني فکر په اړه شعرونه راټول شوي دي.
د وردګ ماما پاڼه هره ورځ په طالب ضد شعر تازه کیږي.
دغې پاڼې د يو زیات شمېر خلکو توجه ځانته جلب کړې،سلام وطندار راډیویي شبکې له وردګ ماما نه د داسې یوه فکر د رامنځته کولو، څرنګوالي او جشنوارې په اړه پوښتنې کړي دي.
وردګ ماما یې په ځواب کې ویلي دي، چې طالبانو په خلکو ژوند تریخ کړی دی او لاسته راوړنه یې له ويجاړۍ پرته بل څه نه دي.
دی وايي، دغه ناوړه پديده په اوسنۍ معاصره نړۍ کې د ژوند کولو وړتيا نه لري؛ خو په دې ډله کې طالباني فکر له وسله وال طالب نه لا زیات خطرناک دی، په دې چې یواځې د یوې ځمکې په نیولو قناعت نه کوي.
ماما د طالبانو خوی، فکر او خاصیتونو ته په اشارې سره وویل، کله چې طالبانو پایښت ولري، دوی بیا دا لټه کوي، چې په ټوله نړۍ حاکمیت تر لاسه کړي، خو له امکانه لرې خبره ده.
نن ورځ هم د طالباني فکر سره د مبارزې له پاره کافي پوهه او ځواک موجود دی او په ټوله کې به دوی منزوي شي او له تاریخ سره یوځای شي.
طالبان د خپلو کړنو او فکر په وسیله د مسلمانانو عامه وژنه او له مسلمانانو نه کرکه کول روا ګڼي.
د وردګ ماما په باور په اسلامي ټولنو کې د طالباني فکر دفع کولو له پاره کافي اندازې سره ځواک موجود دی.
ده د افغانستان ګڼو شاعرانو او ادبیانو ته په اشارې سره وویل، چې موږ زیات شمېر شاعران لرو په کار ده، چې د دغو شاعرانو سندونه د طالب او طالب فکرۍ ضد و کاروو.
ماما په باور شاعرانو ته په کار ده، چې د طالبانو د ماتې، تېښتې او د دوی د فکر ضد سندونه پرېږدي.
دی وايي، چې په همدې نیت سره تر اوسه پورې د فارسي ژبې ۱۰۰ شاعرانو په دې جشنواره کې ګډون کړی دی.
ده له بده مرغه وویل، زه په پښتو او ازبکي ژبو تسلط نه لرم دوی ته مې دغه پیغام نه دی رسولی، ښايي له همدې امله د پشتو او ازبکي ژبې شاعرانو په دې جشنواره کې ګډون نه وي کړی.
ماما د خوښۍ په څرګندولو سره د دې چشنوارې په اړه وویل، چې د دې شاعرانو په ډله کې نوم وتي شاعران هم شته، چې دغه شمېر شاعران له دې چشنوارې وروسته هم د طالباني فکرضد دغه مضمون نه دی پریېښی او دغه چاره یې پر مخ روانه کړې ده.
وردګ ګومان کوي، چې د طالبانو خلاف د شعرونو ویل د شعوري کار یو برخه ده.
ماما وردګ هم دهېواد یو له مشهورو شاعرانو او لیکوالانو له ډلې نه دی.
نوموړي د افغانستان حالت، د طالبانو د نیت او د بحران له منځه تلو او ایجاد په اړه خپل شخصې اند داسې بیانوي، چې په دې ۱۵ کلونو کې کوم خیانت، چې شوی د افغانانو د هیلې او ژوند یې اخیستی او خلک د طالبانو پر وړاندې یواځې پرېښودل شوي دي.
دی وايي، چې په دې ټولو پېښو کې حکومت او دوه ګونی سیاست یې ښکېل و.
داسې اورېدل شوي دي، چې د ملي اردو چورلکو طالبانو ته وسلې او مهمات ښکته کړي دي، لیدل شوي دي، چې په ځینې پېښو کې له طالبانو سره، ولسمشر او پلویان یې کله وخت همدردي ښکاره کوي.
ماما د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېرو ۱۵ کلونو کړنو ته اشاره کوي وايي، چې د دې وزارت له خوا په ملي کچه هیڅ داسې لوی کلتوري پروګرام نه دی پېل شوی، په کار وه، چې د طالباني فکر د نړېوال بد ناورین په توګه د افغانانو له ذهنونه لرې شوی وی، ایا تاسې ته یادیږي، چې دغه وزارت په دې اړه کوم کار کړی وي.
ده د یادې جشنوارې په اړه وویل، چې د دغې جشنوارې د جوړولو په پای کې د دوو نقطو د ثابتولو په لټه کې دی.
لومړی دا چې طالباني فکر په افغانستان کې محبوب نه دی.
دویم دا چې زموږ ستونزه تل په بې پېسه ګۍ کې نه ده.
کولی شو د یوې طرحې په پېلولو سره کار وکړو، دغه جشنواره د هیچا په مالي مرسته نه ده، جوړه شوې او لګښت یې خپله د وردګ ماما له خوا تر سره کیږي.
ماما په دغه جشنواره کې د شاعرانو د ګډون په برخه کې د خپلې ونډې په اړه په ستاینې سره وویل، چې خوریونو یې د نړۍ له ګوډ ـ ګوډ نه د دغې جشنوارې د لا پرتمینې کولو له پاره د مالي مرستې وړاندیز وکړ، پوه شوم، چې که فکر موجود وي نو د وسایلو راټولو سخت کار نه دی.
و مو غوښتل، چې د یوې شېبې له پاره د جشنوارې له فضا نه د باندې ووځو، له ماما نه مې وپوښتل، چې د ټولنیزو شبکو او خلکو تر منځ د اړیکو او په هېواد کې پر روان سیاست د ټولنیزو شبکو اغیز څه دی؟
ده د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ډېر ځلې داسې پېښ شوي دي، چې سیاستوالو په ټولنیزو شبکو کې د غبرګونو له امله خپلې ویناوې بېرته اخیستي دي.
د بېلګې په توګه د زاخېلوال د اعلامیې پر وړاندې په ټولنیزو شبکو کې غبرګونو نه را وپارېدل، چې بلاخره دغه ننګینه اعلامیه یې له فېسبوک نه بېرته واخیستله.
ویلی شو، چې تر اوسه پورې د هېواد په هیڅ جشنواره کې دومره شاعرانو په داسې خوند او علاقې سره ګډون نه دی کړی.
ماما وايي، چا چې په دې جشنواره کې ګډون کړی دی سرلوړي دي او دوی په ټول توان سره د طالبانو او طالباني فکر پر ضد دي.
وبه یې ګورو، چې ماما وردګ به دغه ټولګه څه وخت چاپ کړي او خوریونو لاسته به یې ورشي.