د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو نکې د ۹۹۴ شکمنو پېښو له ډلې د ۶۲۵ کسانو پایله مثبته ختلې ده.
په دې ډله کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر په کابل، هرات او بلخ کې تر نورو ولایتونو لوړ دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۲ زره او ۴۵۶ ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۶۰ کسان په کابل، ۱۰۸ په هرات، ۵۰ په بلخ، ۲۶ په پروان، ۲۴ په تخار، ۱۴ په کونړ او ۹-۹ په بغلان او پنجشېر ولایتونو کې پر کورونا اخته شوي دي.
دغه راز په غور کې د ۸ کسانو، په لغمان کې د ۸، په ننګرهار کې د ۵، په بامیان کې د ۲ او په کندوز او نیمروز ولایتونو کې د یوه – یوه کس د کورونا پایلې مثبتې ختلې دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۷ اخته کسان مړه شوي او ۱۰ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورنا ۲۲۷ اخته کسان مړه شوي او ۱۱۳۸ بېرته روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۵ میلیونه او ۶۸۴ نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې نه یې ۳۵۲ هغه مړه شوي او ۲ میلیونه او ۴۳۰ نور بېرته روغ شوي دي.