د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۳۵ تازه پېښې ثبت شوي چې په دې سره ټول هېواد کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ ته پورته شوی دی.
دا په تېرو دوو میاشتو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
له دغو ۲۳۵ تازه پېښو تر ټولو زیاتې ۶۳ کابل، ۵۴ کندهار او ۱۹ هرات ولایت کې ثبت شوي دي.
افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۲ کسان مړه شويچې د ټولو مړو شويو شمېر هم ۸۵ او د بېرته رغېدلو هم ۳۴۵ ته پورته شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.