هېواد ته د ګډوالو او راستنېدلو په شمېر کې ۳ برابره زیاتوالی راغلی دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولین وايي، له پاکستان او ایران څخه ډير هغه افغان ګډوال چې هلته یې د استوګنې قانوني اسناد لرل هېواد ته راستانه شوي دي.

دوی وايي، چې په دغو ۶ میاشتو کې د تېر کال په پرتله له یادو هېوادونو د هغو ګډوالو په شمېر کې ۳ برابره زیاتوالی راغلی، چې هلته یې د استوګنې قانوني اسناد لرل.

د دغه وزارت وزیر سید حسین عالمي بلخي د ایران، افغانستان او د پنا اخیستلو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ درې اړخیز کمیسیون په ناسته کې وویل، تېر کال له ایران او پاکستان څخه ۱۶ زره او ۹۹۵ تنه خپل هېواد ته راستانه شوي و، او د سږکال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۴۵ زره او ۱۳۲ تنه ګډوال راستانه شوي دي.

د بلخي پر وینا د روان کال د ډسمبر تر وروستیو پورې به ۵۴ زره او ۸۷۰ تنه داوطلب ګډوال هېواد ته راستانه شي.

 ده زیاته کړه، چې د دغو راستنېدونکو ډېر شمېر یې په یادو هېوادونو کې د استوګنې قانوني اسناد لري.

په ورته وخت کې د پنا اخیستلو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ استازې مېرمن مایا وویل، چې د راستنېدونکو دغه شمېر ته په کتو نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د ګډوالو لپاره د مېنې جوړولو په برخه کې مرستې وکړي.

مېرمن مایا وویل، دوی د افغانستان د ګډوالو وزارت سره په ګډه په دې لټه کې دي، چې د داوطلبو راستنېدونکو ګډوالو خوندیتوب تضمین کړي.

دې همدا ډول وویل، چې د یو، ان، اچ، سی، ار له پاره مهم کال دی او د دې بنسټ اجراوي کمېټه به د ژنیو په ښار کې د افغانستان د راستنېدونکو ګډوالو حالت د دوی د خبرو مرکزي ټکی وي، تر څو دې ستونزې ته د حل اړینه لاره پیدا شي.

له بل لوري د ایران د ټولو بهرنیو اتباعو مدیر احمد محمدي فر په دې ناسته کې وویل، چې دوی افغانستان ته د داوطلب راستنېدونکو کډوالو له کار نه هرکلی کوي.

نوموړي وویل، په ایران کې له ۴ سوه زرو زیات بهرني ګډوال اوسیږي، چې د دغو کډوالو ۹۷ سلنه یې د ایران په لویو ښارونو کې استوګن دي.

د محمدي فر پر خبره، افغان کډوالو ته په ایران کې د زده کړو، تحصیل او روغتیايي فرصتونو زمېنه برابره ده.

ده همدا ډول وویل، چې ۳۰۰ او ۶۰ زره افغان ګډوالو ته په ایرن کې د لومړینو، او منځنیو زده کړو زمېنه برابره ده او ۱۷ زره نور یې په لوړو زده کړو بوخت دي.

د ایران د بهیرنیو اتباعو د مدیر پر وینا په روان زیږدیز کال کې ۵۰ ګډوالو د زده کړو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د محمدي فر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په ایران کې له افغان ګډوالو سره د بد چلند او سپکاوي راپورنه خپریږي.

له دې ټولو سره ـ سره د ګډوالو چارو وزارت وايي، چې هېواد ته د راستنېدونکو په شمېر کې زیاتوالی راځي او په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې به افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې ناوړه اقتصادي او امنیتي حالت یو شمېر ځوانان دې ته اړ کړي دي، چې په ناقانونه او قانوني توګه د بهرنیو هېوادنو ته لاړ شي.

د پاسپورت ادارې مسولین وايي، په ټول هېواد کې هر ورځ ۲ زره پاسپورټونه ویشل کيږي او ډېر شمېر یې ځوانان دي.

دوی زیاتوي، چې ورځ تر بلې څو برابره دغه لړۍ د زیاتېدو په حال کې ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام