د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د بدخشان او کابل هوايي ټکټ بیه ۱۳ زرو افغانیو ته لوړه شوې، چې په وينا يې پخوا دغه بیه ۵ زره افغانۍ وه.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله قوانچ سلام وطندار ته وویل، دغه وزارت د افق شرق په نوم خصوصي هوايي شرکت سره د تړون له مخې د مسافرو د لېږد رالېږد له پاره پروازونه کوي.
قوانچ زیاتوي، امنیتي وضعې ته په کتو د افق شرق هوايي ټکټ بیه ځکه لوړه شوې، چې له کابل څخه بدخشان ته مسافر نشته او چورلکې خالي پروازونه کوي.
ده وویل، چې له بدخشان څخه کابل ته د افق شرق هوايي شرکت هره ورځ ۴ او ۵ پروازونه لري، چې قانوني ټاکلې بیه یې ۱۳ زره افغانۍ ده "که هر هېواد وال له ټاکلې بیې لوړ ټکټ ترلاسه کړي سند دې، هوايي چلند وزارت ته وسپاري" ترڅو سرغړونکي عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري.
خو یو شمېر وګړي چې بدخشان ته سفر کوي وايي، د افق شرق هوايي شرکت د یوې خوا هوايي ټکټ بیه له ۱۳ زره افغانيو نیولې تر ۲۰ زره افغانيو رسیږي، چې وړاندې د کابل بد خشان یوې خوا د ټکټ بیه ۵ زره افغانۍ وه.
د احمد تمیم په نوم یو زده کوونکی چې د بد خشان ولایت اوسیدونکی دی غواړي د هوا له لارې بدخشان ته سفر وکړي، خو پرخبره یې " د یوه هوايي ټکټ بیه ۱۵ نیم زره افغانۍ نیولې تر ۲۰ زره افغانۍ پورې رسیږي"
په بد خشان ولایت کې د فرهاد رسولي په نوم یو محصل سلام وطندار ته وویل، چې غواړي کابل ته سفر وکړي، خو افق شرق خصوصي هوايي شرکت " د یوې خوا ټکټ بیه ۲۲ او ۲۳ زره افغانۍ ده" چې پرخبره یې وړاندې به یې۴۸۰۰ افغانۍ د یوه ټکټ بیه وه.
د افق شرق په نوم خصوصي هوايي شرکت به پخوا کابل ــ بدخشان او بدخشان ـ کابل ته په اوونۍ کې یو پرواز کولو، چې په کندوز کې د لارې بندېدو له کبله مسافر د هوا له لارې سفر کوي او هره ورځ له ۴ تر ۶ ځلې پروازونه لري.
د هوايي چلند وزارت وايي افق شرق به ډير ژر کندز ته هم پروازونه پیل کړي، چې دغه چورلکه په هر پرواز کې تر ۴۴ مسافر لیږد ولی شي.
په همدې حال کې د هوايي چلند وزارت وايي، چې تېره ورځ د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر د ټولو هوايي شرکتونو له مسولینو سره کتلي، چې د بد خشان او کندوز د مسافرو په لېږد رالېږد کې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه راز، نن یکشنبې له تخار او بد خشان څخه ځمکنیو ترانسپورټي شرکتونو سفرونه پيل کړي، چې پرون ورځ ۴۰۴ډوله پنځه موټره د کندوز د هوايي ډګر پاسنۍ لارې څخه کابل ته مسافر لیږدولي دي او د ځمکنیو شرکتو مسولینو ژمنې کړې، چې دوی به هم له مسافرو پخوانۍ کرایې اخلي.
بل خوا، د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم د دغو خصوصي هوايي شرکتونو بې انصافي غندي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر څخه غواړي، چې د هوايي ټکټونو بیې را ټيټې کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي سلام وطندارته وویل؛ هيڅوک حق نه لري چې د اړمنو هېواد والو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
د الکوزي د معلوماتو له مخې پخوا د بدخشان او کابل هوايي ټکټ بیه له ۷ تر ۸ زره افغانۍ وه ،چې پروینا يې د کندز له سقوط سره سم افق شرق هوايي شرکت د یوې خوا ټکټ بیه ۱۷ زره افغانیو ته پورته کړې ده.
بل خوا د افق شرق خصوصي هوايي شرکت وايي چې د کابل ــ بدخشان هوايي ټکټ بیه ۵۴۵۰ افغانۍ ده خو له بد خشان څخه کابل ته د یوه ټکټ بیه ۱۳ زره افغانۍ ټاکل شوې.
د دغه شرکت د سوداګریزو چارو مسول سلیمان عمر سلام وطندار ته وویل چې یو شمېر کسان له ټکټونو ناوړه ګټه پورته کوي ځکه پر وینايي له شرکت څخه ټکټ په کمه بیه اخلي او په اړمنو کسانو یې په لوړه بیه پلوري.
ښاغلي عمر وویل چې موږ له ټاکلي بیې څخه په ټکټونوکې یوه افغانۍ هم زیاته نه ده اخیستې هرڅوک چې شکایت لري له نږدې څخه زمو ډيټابیسټ کتلی شي او هغه څوک چې له ټاکلې بیې لوړ ټکټ شکایت اوري هغه یوشمیر کسان دي په شرکت کې ټکټ اخلي او په ښار کې یې په لوړه بیه پلوري چې له مارکیټ څخه ناوړه ګټه پورته کوي.