د هند په سوېل راجستان او اوتر پردېش ایالتونو کې توپانونو او ګرد بادونو د ۷۴ کسانو ژوند اخیستی دی او سلګونه کسان یې ټپیان کړي دي.
د ریپوټونو پربنسټ درنې تالندې د کورونو چتونه را غورځولي او له کبله یې زیاتره وژل شوي کسان په کورونو کې ویده وو چې د کورونو چتونه پرې ورلوېدلي دي.
دغه توپان، ونو او ځنګلونو ته هم زیان اړولی دی.
هندي چارواکي وايي، مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلي دي.
په دې سیمه کې د توپان راتلل عادي خبره ده خو د وژل شویو کسانو شمېر ډېروالی بې ساری دی.
د چارواکیو په خبره د وژل شویو کسانو شمېر به له دې هم لوړه شي. دوی زیاتوي له هغو کسانو سره به مرسته کوي چې په دې توپان کې زیانمن شوي.