په هند کې یوشمېر افغان زدهکړیالان د یوه ویډیويي پیغام په استولو سره په یاد هېواد کې د کورنټین وضعیت د دوام په صورت کې د خپل ژوند وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.
دغه زدهکړیالان د افغان دولت پر بېغورۍ نیوکه کوي او خبرداری ورکوي، که په هند کې د کورنټین دوره همداسې دوام وکړي، دوی به پر رواني ناروغیو اخته شي.
فایز او لطفالله چې په هند کې پر زدهکړو بوخت دي وايي، افغان حکومت تر اوسه له هند نه د دوی د لېږدولو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
د دوی په وینا، هند د مې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې کورنټین شوی او ترڅنګ یې پر دوی د کورونو کرایې او د برښنا لګښتونه هم ډېر کړي؛ نو نه شي کولای نور له زدهکړو پرته هلته ژوند وکړي.
خو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې د افغان زدهکړیالانو ستونزو ته به حللارې ولټوي او ژرترژره به یې حل کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتل شوي چې له هېواده بهر د افغان زدهکړیالانو وضعیت په دوامداره توګه وارزوي او له لوړو زدهکړو وزارت سره په همغږۍ د زدهکړیالانو د ستونزو د حل لپاره لاس پهکار شي.
د لوړو زدهکړو وزارت همدارنګه ویلي، یوازې هغه زدهکړیالان افغانستان ته را اړول کېږي چې کوربه هېوادونه یې په رسمي ډول له ډیپلوماټیکو لارو غوښتنه وکړي.