هند او افغانستان د ټکنالوژۍ او سوداګرۍ نندارتون جوړ کړ

لومړی ځل دی، چې د افغانستان او هندوستان تر منځ په هرات ولایت کې د تکنالوژۍ او سوداګرۍ ګډ نندارتون پرانېستل شو.

یو هندي چارواکي د دې نندارتون  پرانېستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواداګرۍ او تکنالوژۍ په برخه کې د اړیکو د ښه کېدو یوه بېلګه یاده کړه.

دا انندارتون چې د سه شنبې په ورځ (د کب په ۱۹ مه) پرانېستل شو، د دوې ورځو لپاره د اسمان شهر په تالار کې د نندارې لپاره پرانېستی وي.

په افغانستان کې د هندوستان سفیر مرستیال ویراج سنګهـ، د یاد نندارتون په پرانېسته کې وویل چې په دې نندارتون کې ۱۲ هندي او ۵۰ افغاني شرکتونو خپل پيداوار نندارې ته وړاندې کوي.

سنګهـ ټینګار کوي، چې هندي شرکتونه به د روغتیا، پوهنې، کرنې او د برېښنا انرژۍ په برخه فعالیت کوي او خپله تکنالوژي هم په همدې برخو کې نندارې ته ږدي؛ چې په راتلونکي کې دغه تجهیزات او مډرن امکانات افغانستان ته راولېږدوي.

سینګهـ زیاته کړه، چې جوړ شوی نندارتون د افغانستان د تولیدوونکیو ظرفیتونو په  زیاتولو کې مرسته کوي.

د مرستیال سفیر همدا ډول زیاته کړه، چې هندوستان د دواړو هېوادنو د اړیکو د غښلتیا او پیاوړتیا لپاره د افغانستان سوداګرو ته ۵ کلنې وېزې ورکوي.

اصیل الدین جامي، د هرات سرپرست والي د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې ګډون درلود؛ وویل د داسې نندارتونونو پرانېستل د پانګې په جلبولو کې ګټور تمامیږي، هغه زیاته کړه، چې د هندوستان د تکنالوژۍ د غه نندارتون د بروشورو(معلومات پاڼو) په توګه نندارې ته وړاندې کېږي، چې د یاد هېواد د تکنالوژۍ د محصولاتو ترڅنګ به د هرات تولیدي توکي هم ننداري ته وړاندې کړي.

د دغه نندارتون یو شمیر ګډونوالو د داسې نندارتونونو پرانېستل له هېواده  بهر د توکیو او محصولاتو په تولیدولو او صادرولو کې او هم دا ډول د هندي محصولاتو په واردلو کې هېوادوالو ته ګټور تمامیږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او هندوستان تر منځ په اړیکو کې د ترینګلتیا خبرې کیږي، خو د دا ډول نندارتونونو پرانیستل د دوادو هېوادونو ترمنځ په اړیکو د ښه والي لامل کرځېدلی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام