نارسینګ یادیف، چې د تقویه کولو غیرقانوني درملو کارولو له کبله د برازیل په کوربتوب له (ریو) المپیک سیالیو څخه د بندیز په درشل کې و اوس ورته بېرته د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.
د انډین ایکسپریس ویبپاڼې د راپور له مخې، د هندوستان د غیرقانوني درملو د کارولو خلاف ملي ادارې او دغه راز د هندوستان غیر قانوني یا (پهلوانۍ) فدراسیون نارسینګ له هرقسم تورونو څخه پاک اعلان کړ.
که څه هم نوموړي ته د هندي ورزشي ادارو له خوا په (ریو) المپیک سیالیو کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوه، خو لاهم باید د المپیک نړیوالې شورا، د غیرقانوني درملو د کارولو خلاف نړیوالې ادارې او دغه راز د پهلوانۍ نړیوال فدراسیون څخه هم د لوبیدو اجازه ترلاسه کړي.
هندي پهلوان به اوس د نړیوالو ورزشي ادارو د پریکړې وروسته المپیک سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه جورجیا هیواد ته سفر وکړي، خو په المپیک کې به لومړۍ لوبه د اګست په ۱۹ مه نیټه ترسره کړي.
د هندوستان پهلوانۍ فدراسیون د نارسینګ د تورنیدو وروسته په المپیک سیالیو کې د لوبیدو په موخه پروین رانا په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې دهغه ځای ناستی هم اعلان کړی و.
د یادونې وړ ده، چې نارسینګ یادیف د جون په ۲۵ مه او د جولای په ۵ مه نیټه په ۲ شویو طبي ازموینو کې د غیرقانوني درملو کارولو کې ګرم پیژندل شوی و.
د انډین ایکسپریس د راپور له مخې، نارسینګ یادیف پخپله په قصدي توګه د ښه تیارۍ په موخه تقوی درمل نه وو کارولي، بلکې یوه بل کشر پهلوان د نوموړي په خوړو کې دغه غېرقانوني درمل ور ګډ کړي وو.
د هندوستان امنیتي چارواکي اوسمهال ددې څیړنې کوي، چې کشر پهلوان ولی د هندوستان د پهلوانۍ مخکښ لوبغاړي نارسینګ په خوراک کې غیرقانوني درمل ور ګډ کړي وو.
په همدې حال کې نارسینګ یادیف د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي او دغه راز د هندوستان د رسنیو څخه مننه وکړه، چې په سختو شیبو کې یې د ده ملاتړ وکړ.
هندي پهلوان زیاته کړه، د بندیز ګنګوسو سره سره یې خپل تمرینات نه دي پریښي او تمه لري، چې هندوستان ته په (المپیک) سیالیو کې د سرو زرو مډال وګټي.
نارسینګ چې د غیږنیونې په بیلا بیلو نړیوالو سیالیو کې یې هندوستان ته (مډالونه) ګټلي دي دا ځل ترې دهندوستان د پهلوانۍ فدراسیون تمه لري، چې په سترو (ریو) المپیک سیالیو کې به خپل هیواد ته د سرو زرو مډال ګټي.