د افغانستان د بدني روزنې رییس د ترکیي په کوربتوب د اسلامي هېوادونو د سپورټ وزیرانو او ځوانانو په کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د بدني روزنی ریاست د معلوماتو له مخې د اسلامي هېوادونو د ځوانانو او ورزش وزیرانو درېیم پړاو کانفرانس پرون د ترکیې په پلازمینه استانبول کې پیل شو.
د بدني روزنې ریاست خبرپاڼه وایي، د افغانستان دبدني روزنې رییس همایون خیري له یو پلاوي سره د افغانستان په استازیتوب په دې کانفرانس کی برخه اخیستې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې کانفرانس به د ۳ ورځو له پاره روان وي، چې د غړو هېوادونو د ځوانانو له پاره د ورزش د زمینو برابرولو او ورزش رواجولو له پاره په ځانګړو ستراتیژیو جوړولو او عملي کولو کار وشي.
د جوړېدونکو او عملي کېدونکو ستراتیژیو موخه دا ده، چې ترڅو د غړو هېوادونو ورزش وزیران د خپلو ځوانانو له پاره د ورزش ګټور پروګرامونه برابر کړي.
د بدني روزنې ریاست خبرپاڼه زیاتوي، د کنفرانس پرانیستې په لومړیو کې د کنفرانس مسوول ترکي کامران اوزدن له غړو هېوادونو وغوښتل ترڅو د ځوانانو ترمنځ د ورزش په رواجولو کې اغیزمن ګامونه واخلي او ګټوره ستراتیزي ورته جوړه کړي.
د اسلامي هېوادونو د ورزش وزیرانو او ځوانانو په کنفرانس کې د ۵۸ غړو هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوه، چې له ۵۰ زیاتو هېوادونو استازو برخه واخیستله.