هلمند کې چارواکي د دولت له ولکې بهر سیمو کې د کوکنارو اړولو په نوم پيسې اخلي

د هلمند ولایتي شورا وايي، یو شمېر چارواکي د دولت له لکې بهر سیمو کې د کوکنارو کښت له منځه وړلو کمپاین په پلمه خپل جیبونه ډکوي.

ولایتي شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د هلمند ولایت له نشه یې توکو سره د مبارزې ریاست وايي، ډېر ژر به د دولت له ولکې بهر سیمو کې د کوکنارو کښت اړولو کمپاین پیل کړي.

د ولایتي شورا غړی حیات الله مایار وايي، چارواکي د پيسو اخیستلو په‌پاره د کوکنارو کمپاین پلمه ګرځولې او حکومت دې د کوکنارو له منځه وړلو پرځای امنیت ته لومړیتوب ورکړي او د خلکو امنیت دې خوندي کړي.

د ولایتي شورا بل غړي بشیر احمد شاکر سلام وطندار ته وویل، حکومت د طالبانو په منځ کې د کوکنارو کښت اړولو توان، نه لري.

شاکر وايي، حکومت په ۱۴ کلونو کې د هلمندي بزګرانو له‌پاره د کوکنارو کښت  بدیل برابر نه شو کړای.

ولایتي شورا وايي، د امنیت له ټینګښت پرته د کوکنارو اړول د ګټې پر ځای زیان کوي.

د هلمند ولایت د نشه یې توکو سره د مبارزې ریاست رییس سیداحمد ورور وايي، په دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله درې برابره زیات کوکنار کرل شوي او باید دغه کښت واړول شي.

سیداحمد ورور وايي، د مرکزي حکومت د هدایت سره سم باید ۲ زره او ۵۰۰ هکټاره د کوکنارو کرل شوی کښت واړوي؛ خو ورور زیاتوي، د دوی د ادارې ټاکلي هدف پر بنسټ باید پر شاوخوا ۳ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو کرل شوی کښت له منځه یوړل شي.

دی وايي، په دې اړه جوړ شوی پلان یې امنیې قوماندانۍ ته سپارلی دی.

دغه راز د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هم د کوکنارو کښت له منځه وړل بې ګټې بولي او وايي، د کوکنارو اړولو پر ځای باید په بدیل یې فکر وشي.

د هلمند والي حیات الله حیات وایي، کومو سیمو ته چې د امنیتي ځواکونو لاس ورسیږي هلته به کوکنار مات کړي، خو د دولت له ولکې بهر د کوکنارو کښت له منځه وړل ناشوني دي. 

د ریپوټو پر بنسټ د هلمند ولایت ډیرې سیمې اوس طالبانو لاندې کړي او ډېر کوکنار په هغو ولسوالیو کې کرل شوي چې طالبان پرې واکمن دي. 

" ننګرهار کې له ۱۵ سوه هکټاره ځمکې کوکنار اړوي"

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د ولایتي ادارې ټاکلي هدف پر بنسټ باید پر ۱۵ سوه هکټاره ځمکه د کوکنارو کرل شوی کښت واړول شي.

عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د ولسمشر اشرف غني ځانګړي حکم په اساس د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شوی؛ تر اوسه یې د شینوارو ولسوالیو سربېره په خوږیاڼو او سره ردو ولسوالیو کې پر ۸۰۰ جریبه ځمکه کرل شویو کوکنارو کښت اړولی دی.

خوږیاڼی وايي، د کوکنارو اړولو کمپاین پرمهال کومه جدي امنیتي ستونزه رامنځته شوې نه ده، خو ځینو سیمو کې امنیتي ننګونې او له مرکزه کروندګرو سره په وخت د مرستو نه کول به د دوی کمپاین ټکنی کړي.

دغه راز د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس ادریس ساپي سلام وطندار ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، اوس د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین روان دی.

ادریس ساپی وايي، د دوی ټاکل شوي هدف له مخې به ۱۱ ولسوالیو سره رود، خوږیاڼو، چپرهار، رودات، بټي کوټ، هسکې مېنې، غني خېل، مومندرې، اچین، نازیان او دره نور ولسوالیو کې کوکنار واړول شي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، خلک له غربت سره مخي دي او فکر کوي، چې د کوکنارو په کر سره به یې ژوند ښه شي؛ ځکه د کوکنارو حاصل په لوړه بیه پلورل کېږي.

دغه شمېر خلک وايي، حکومت د کاري زمینې برابرولو او دغه راز بزګرانو ته  د کوکنارو بدیل برابرلو په برخه کې پاتې راغلی دی.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې؛ تېر کال هم په دغه ولایت کې په څه باندې ۱۰ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو د اړولو کمپاین یې نه و ترسره شوی.

د دوی په خبره سږ کال د کوکنارو په کر کې ۴۶ سلنه زیاتوالی راغلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام