هلمند کې د ناامنیو له امله ۱۵۰۰ فارغان د کانکور ازموينه نه شي ورکولی

د هلمند ولایت د پوهنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ناامنیو د ۱۲م ټولګي پر فارغانو منفي اغیز کړی، چې له امله يې سلګونه کسان نه شي کولی د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي.

د هلمند د ښوونې رییس عبدالمتين جعفر وايي، چې دې ولايت کې له تيرو څو مياشتو راهيسې د ناامینو د زیاتېدو له امله يوشمير سيمو کې ښوونځي تړل شوي او ډير زده کوونکي له زده کړو هم محروم پاتې شوي دي.

د جعغر پر خبره، سږکال له هلمنده ٢٥٦٨ تنه له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي و، چې ٤٥٠ يې يواځې ښځينه زده کوونکي په کې شاملې وې.

د نوموړي پر خبره، اوس له دې جملې یواځې ۱۰۶۲ کسانو د کانکور ازموینې له پاره نوم لیکنه او پاتې نور يې د نا امنيو له امله له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د هغه پر وینا، که چيرې د تيرو کلونوپه پرتله امنيت ښه وای ښايي پاتي ١٥٠٠ تنه کسانو هم د کانکورپه دې ازموينه کي ګډون کړي وای.

هلمند کې ټولې ٣٢٥ ښوونځي د ښوونې رياست په چوکاټ کي شامل دي، خو له دې ښوونځيو نه يي تر١٥٠ زياتې تړلي پاتې دي.

د معارف رياست وايي، په يوشمير سيمو کې يي اوس تړلي ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري خلاص کړي او زده کوونکو له پاره يې د زده کړې زمينه برابره کړې ده. 

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري هلمند ته د پوهاند اسدالله امینزايي په مشرۍ یو ۳۵ کسیزه پلاوی هم لېږل شوی، چې دنده يې د کانکور له ازموينې څارنه ده.

اسدالله امینزايي سلام وطندارته وويل، چې دوی هڅه کوي د نورو کلونو په پرتله په دې ولايت کې د ازموينې پرمهال د درغليو مخه ونيسي.

هغه وايي، يو زر او دوه شپيته کسانو د ازمويني له پاره نوم ليکنه کړې، چې ٧٦ يې په کې ښځينه دي.

د ده پر خبره، چې د ټولو زده کوونکو ازموين پاڼې بيلې او سوالونه يي هم یو له بله سره توپير لري.

هغه وايي، د ولسمشر له لوري ورته امر شوي، ترڅو شفافې ازمويني ترسره کړي او د درغليو مخه ونيسي.

نوموړی وايي، هرڅه بريښنايي شوي او لاسوهنه په کې له امکانه لرې خبره ده.

بل لوري ته د هلمند والي ميرزاخان رحيمي هم دا مني، چې نا امنيو ښايي ډير لږ کسان د کانکور له ازموينو راګرځولي وي.

د هلمند والي وايي، د ازموينې په دې برخه کې، چې هلمند کې اخيستل کيزي په لوړه کچه د درغليو مخه نيول شوې ده.

هلمند کې داسې مهال د کانکور ازموينې له پاره په کمه کچه ځوانانو نوم ليکنه کړې، چې تيرکال شاوخوا١٥٠٠ کسانو په دې ولايت کې د لوړو زده کړو له پاره ازموينه ورکړله، چې د دغې شمېرې شاوخوا٨٠٠ تنه يي  لوړو زده کړو ته يې لاره موندلې وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام