هلمند کې د القاعده شبکې ۶غړي نیول شوي

دوې ورځي مخکې د هلمند ولایت د نهراسراج ولسوالۍ «مالګیر» سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري ـ چې له کندهاره د ځانګړیو ځواکونو له‌خوا پلان شوي‌وو ـ شوي.

 

د هلمند چارواکي وايي، دا عملیات د القاعده شبکې پر غړیو شوي چې په پایله کې ملاجابر او ملایاسر وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون یې د دې ډلې څلور تنه له ځان سره ژوندي وړي دي.

د هلمند والي تورن‌جنرال محمدیاسین خان وايي، د کشفي ادارو د معلوماتو پر اساس یادو مېرمنو هم د القاعده شبکې سره همکاري لرله.

هاخوا بیا د سیمي اوسېدونکي وايي، په عملیاتو کي امنیتي ځواکونو دوې مېرمني هم له ځان سره بېولي چې په سیمه کې د مېرمنو په نیولو سره د عامو خلکو غبرګونونه ډېر شوي او غوښتنه لري چې ښځې دې خوشې شي.

د یادي ولسوالۍ اوسېدونکیو له هلمند والي سره په لیدنه کي غوښتنه کړې چې نیول شوې مېرمني دې خوشې شي؛ ګنې ولسونه به يې په اړه توند غبرګونونه وښيي.

خو هلمند والي وايی، دا ـ چې له القاعده شبکې سره د همکارۍ په تړاو د نیول شویو ښځو په اړه د خلکو غبرګونونه راپورته شوي ـ دوی به له مرکز سره موضوع شریکه کړي چې نیول شوې مېرمني خوشې کړي؛ خو په ټینګار سره وايي، د هرې تروریستې ډلې د له‌منځه وړلو او پر هغوی شپني عملیات به دوام ولري چې قانون پرې تطبیق شي.

ورته مطالب:

په افغانستان کې د القاعده مهم غړي «عمرخطاب» وژل‌کېدل

دفاع وزارت: په افغانستان کې القاعده حضور نه لري

طالبان، جندالله او القاعده پر کندوز د دویم ځل برید له پاره تابیا نیسي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام