هلمند د هېواد په کچه د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدونکي ولایت دی چې هر کال پهکې په زرګونه هکتاره ځمکه کوکنار کرل کېږي؛ خو دولت تېرو دوو کلونو کې پهدې ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین نهو کړی؛ اما سږکال يې پهداسې وخت کې د کوکنارو اړول پیل کړل چي د دې ولایت په ډېرو سیمو کې د کوکنارو د حاصلاتو ټولول پیل شويدي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار محمدرحیم نورزی وايي، د کوکنارو د اړولو کمپاین یې اوس پرانیست او په ډېرو سیمو او ولسوالیو کي به د کوکنارو اړولو دا کمپاین پلی کړي.
همداراز د هلمند امنیې قوماندانۍ د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال محمد ولي غوثي وايي، پهدې کمپاین کې د کوکنارو د اړولو اندازه او مقدار نهدی معلوم؛ خو هڅه کوي چې تر خپل وسه ډېر کار وکړي.
بلهخوا هلمندي کروندګر وايي، په ډېرو سیمو کې همدا اوس د کوکنارو د حاصلاتو ټولول پیل شوي چې دولت یوازې ښار ته په نږدې سیمو کې د کوکنارو اړولو کمپاین کوي او لېرې سیمې ترې پاتې دي.
د دوی په خبره، پیل شوی کمپاین یوازي نمایشي بڼه لري او په ټولو سیمو کې کمپاین نهشي کولی.
دوی په ورته وخت کې ګیله کوي، که حکومت یې له اوله د اړولو پلان لرلو؛ نو دوی ته به یې وخته خبرداری ورکړی و او یا به یې له اوله ـ چې دوی پرې ډېر لګښت نه وکړی ـ اړولي وی.
د رسمي شمېرو لهمخې په هلمند کې تېر کال تر ۱۳۰ زره هکټاره ځمکه کې کوکنارو کرل شويوو؛ خو د سږکال شمېر تراوسه نهدی معلوم؛خ و کروندګر وايي، د تېر کال په شان سږ هغه هم ښه ډېر کرل شوي چې دولت یې د حاصل پرمهال د اړولو پرېکړه کړېده.
ورته مطالب:
د کوکنارو په کرکېله کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی