د هلمند نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکې بي بيعایشه چې د پولیسو په لیکو کې په دنده بوخت ۳ زامن او خاوند یې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
د دې په خبره، په دې سربېره یې یو بل ۲۲ کلن زوی هم په جګړه کې معلول شوی او په بستر پروت دی.
بي بيعایشې ته د درېیو کونډو نګیندو او ۱۲ لمسیانو په ګډون د کورنۍ ۲۳ غړي ور په غاړه دي.
هغه زیاتوي، دا چې حکومت یې د خاوند او زامنو حقوق نه دي ورکړي؛ مجبوره ده، چې په ښار او کلیو کې سوالګري وکړي.
بي بيعایشه هره خوا د سوال لاس اوږدوي، که چا څه ورکړل ښه وي؛ ګنې همداسې کور ته روانیږي.
بي بيعاشه زیاتوي، چې له یوې خوا له بېوزلۍ او له بلې خوا د طالبانو له دوښمنۍ سره مخ ده. دا وايي، که سوالګري هم وکړي، په ښه زړه یې نه شي خوړلی.
د هلمند د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ځایناستي رییس محمد امان نېکمل سلاموطندار ته وویل، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د هغوی د حقوقو د نه ورکولو ستونزه شته؛ خو دا موضوع یو څه پېچلې ځکه ده، چې ډېرې کورنۍ دا نه شي ثابتولی، چې د دوی د کورنیو غړیو پخوا په ملي ځواکونو کې دنده اجرا کړي ده. د ده پر وینا، په همدې بنسټ دوی هر چا ته د هغوی د ادعا پر اساس حقوق نه شي ورکولی، تر څو چې د ناسوق شویو کسانو رسمي اسناد او سوابق ثبوت نه کړي.
د نېکمل په خبره، له دوی سره په هلمند کې شاوخوا۷۰۰۰ معلولان او شهیدان ثبت دي، چې هرې کورنۍ ته یې په خپل وخت کلني حقوق سپاري.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ځایناستي رییس او ډیر هلمندیان ادعا کوي، چې د ملي پولیسو په لیکو کې د ملګرتیا او پېژندګلوۍ له مخې ګومارل شوي پولیس د غیرمسلکيتوب له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقا نور کینتوز وایي، چې په هلمند کې د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره د هغوی د حقوقو سربېره نورې مرستې هم ور سره کړي دي.
د کینتوز پر وینا، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو ته یې سپارښتنه کړې ده، ټولو هغو پولسیو ته د خپلو قانوني حقوقو تر څنګ نورې مرستې هم وکړي، چې د جنګ پر مهال وژل شوې وي.
خو د هلمند امنیه قوماندان همداراز دا هم وویل، د هلمند په پوستو کې داسې پولیس نه شته چې په پوستو کې یې د ملګرتیا له مخې دنده اجرا کړې وي او بیا وروسته وژل شوي وي.
دی وايي، چې شاوخوا ۱۰۰ داسې اشخاص شته، چې په امنیتي ځواکونو کې یې دنده اجرا کړې او د دولت له وسلهوالو مخالفانو سره په جګړه کې وژل شوي وو؛ خو اوس داسې اسناد نه لري، چې خپل ادعا ثابته کړي او له حکومته خپل حقوق واخلي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، هغه سرتېري او منسوبین چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي د هغوی حقونه، به په پوره ډول ورکړي.
نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې یې یو کمېسیون ته دنده سپارلې، چې هغوی کار پرې روان کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، که د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو لاسنیوی ونه شي؛ ښایي خلک د خپلو کورنیو غړي ته د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دندې کولو اجازه ورنه کړي او سربېره پر دې به بې له دندو راوباسي او پر ځای یې په یو بل بدیل فکر وکړي.