د بغلان ولایت په عمر پوخ سپين ږیری وايي، ۱۵۶ ځلې افغان امنیتي ځواکونو او اړمنیو خلکو ته وینه ورکړې ده او وایي، دا ځل د دې له پاره راغلی، چې د کندوز او بغلان په وروستیو نښتو کې ټپي شوو افغان سرتېرو ته د ۱۵۷ ځل له پاره د وینه ورکړي.
د دغه سپين ږیري پر خبره، هر ځل یې ۵۰۰ سي سي وینه ورکړې ډالۍ کړې.
دغه سړی حاجي سلطان محمد نومېږي او د بغلان ولایت قومي مخور دی.
سلطان محمد وايي، چې ولسي خلک په هر ډول شرایطو کې د امنیتي ځواکونو په خوا کې ولاړ دي او تر وروستۍ سلګۍ پورې یې ملاتړي دي.
نوموړی وايي، چې نن د (اکټوبر پر ۷مه) د دغه ولایت له ۱۰۰ تنو اوسېدونکو سره راغلی دی، چې د کندوز او بغلان ولایت د جګړې د ټپیانو د ژغورلو له پاره وینه ورکړي.
دی وايي، که اړتیا پېښه شوه؛ د امنیتي ځواکونو د ژغورنې له پاره به ۱۰۰ بیا هم وینه ورکړي.
دغه پوخ عمر لرونکي سپين ږیږي وویل، چې د وینې په ورکولو سره د خلکو او امنیتي ځواکونو ځان ژغورنې باندې ویاړي.
د بغلان ولایتي روغتون د وینې بانک رییس ډاکټر حبیب الله فرمولي وايي، چې نن ورځ د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له پاره له ۱۰۰ تنو زیاتو ولسي خلک وینه ورکړه.
فرمولي وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو ټپیانو ته وینه ورکول، امنیتي ځواکونو ته د نوي ژوند ورکولو په معنا دي او د دغې لړۍ دوامداره ساتل، د ځواکونو روحیه لوړوي.
د نوموړي په خبره، د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست د بغلان او کندوز ولایتونو د امنیتي ځواکونو ټپيانو د وینې ورکولو له پاره پر خلکو غږ وکړ او د دغه ولایت اوسېدونکو په خورا لېوالتیا سره د دوی غوښتنې ومنلې.
ویل کېږي، چې په کندوز ولایت کې د جګړو له زیاتېدلو او د بې پولې ډاکټرانو روغتون له بمبارولو وروسته لسګونه ټپیان د بغلان ولایت مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي.
د دغه روغتون د مسولینو پر خبره، تر اوسه پورې یې د امنیتي ځواکونو له ۸۰ زیاتو ټپیانو درملنه کړې ده.
وسله والو طالبانو تېره اونۍ درې ورځې د کندوز ښار په خپله ولکه کې راوست، چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغی، خو ویل کېږي، تر اوسه يې په ښار کې نښتې شته.
د دغو نښتو د تلفاتو په اړه کره شمېر معلوم نه دی، خو راپورنه وایي، چې په لسګونه ولسي خلک په کې ټپیان شوي دي.