هشټګ «اعتراض لرم»؛ د حق غوښتنې په‌ پار د افغان مېرمنو کمپاین

دې وروستیو کې په ټولنیز شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک کې د ځېنو ښځو له لوري د « اعتراض لرم»  هشټک کارولو یو کمپاین پیل شوی چې هره ورځ یې شمېر زیاتېږي. 

مېرمنې په‌دې هشتګ سره د جنسیتي تبعیض په اړه اعتراض څرګندوي او وايي چې دغه چارې ورځ تر بلې د مېرمنو د ژوند کړۍ تنګوي.

د سحر فطرت په نوم د فېسبوک یوې کاروونکې دغه ډول ځړونی خپور کړی:«زه ستاسو نرواکو ښارونو او واټونو، د رسنیو او هغو تبلیغاتو چې د مېرمنو خلاف دي؛ د ښځو وجود ته په کتو له سپکاوي ډکو الفاظو په کارولو او د مېرمنو حقونو په برخه کې د ټولو کلیشه‌يي شویو شعارونو او مراسمو په خلاف اعتراض لرم.»

مېرمن فطرت زیاتوي، له دغو اعتراضونو مخکې په هېواد کې د مېرمنو حالت تیت‌‌و پرک او په ځانګړي سیمې او وخت پورې تړلی و؛ خو اوسني حالت ته په کتو، په‌دې پرېکړه وشوه چې ښځې خپلې غوښتنې او اعتراضونه د نورو غوږونو ته هم ورسوي.

مېرمن سحر زیاتوي: «موږ تل د موضوع لومړي مخ ته ګورو او د هغوی شاوخوا عواقبو ته ارزښت نه‌ورکوو، په‌خپل څنګ کې داسې پدیدې لرو چې هغه بېخي په پام کې نه‌ نیسو.»

سحر فطرت «زه اعتراض لرم» د کمپاین یو له هغو سرلارو مېرمنو ده.

د میترا الکوزي په نوم یو بله اعتراض‌ګره وايي:«زه په بې‌غورۍ او د غږ په خاموشۍ اعتراض کوم، د ښار په واټونو کې د هغو نارینه‌وو د کتو په څرنګوالي اعتراض لرم چې په ځیر ـ ځیر کتو مې خوري، د دې ښار د نارینه‌وو دین ساتلو له کبله په لګول‌شویو محدودیتونو اعتراض لرم.»

د لیلا حیدري په نوم یوه مدني فعاله هم په‌دې اعتراضونو کې لیدل کېږي. مېرمن حیدري په‌خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي:«زه په نرواکیو ښارونو اعتراض لرم، د دولتي او نادولتي ادارو په نرواکیو جوړښتونو اعتراض لرم، په نرواکیو او د مېرمنو په خلاف قانونو، سیاستونو او پالیسو اعتراض لرم، په ښوونیزو مرکزونو کې د موجود جنسیتي تبغیض په خلاف نیوکه لرم، په هغو مېرنو چې نرواکي اندونه لري … اعتراض لرم.»

دغه کمپاین د مارچ میاشتې له ۸ مې نېټې وروسته زښته پراخ شو او هره ورځې یې شمېر زیاتېږي. اعتراض‌ګرې مېرمنې د دغه کمپاین موخه د مېرمنو خلاف د جنسیتي تبعیض له‌منځه وړل بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام