د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د ياد خبر په تاييد سره وايي چې طالبانو د هرات-اسلامکلا لويه لار کې د افغانستانبانک ۵ کارکوونکي وژلي دي.
د افغانستانبانک دغه کارکوونکي د پنجشنبې په ماښام د ناپیژندو وسلهوالو له لوري د کهسان ولسوالۍ د احمد اباد کلي کې له اسلامکلا بندر نه هرات ښار ته پر لاره وژل شوي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته وايي، دغو کسانو د اسلام قلعه بندر کې دنده درلوده او د پولیسو له خبراوي پرته یې هرات ښار ته سفر کړی و چې د هرات د کهسان ولسوالۍ په احمداباد سیمه کې په يوه برید کې وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، طالبانو لومړی دغه کسان تښتولي او وروسته يې په ډزو وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.