د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، تېرو دوو ورځو کې هرات ښار او ولسوالیو کې اورښتونو او سېلاوونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، د دغو سېلابوونو پایله کې غوریان، رباطسنګي او زندهجان ولسوالیو او هرات ښار کې د دوو ماشومانو او څلورو مېرمنو په ګډون ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه چې سېلابوونو کې د اوسېدو کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم ویجاړ شويدي.
د هرات والي ویاند همدارنګه وايي، زیانمنو شویو سیمو ته له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ډلې لېږل شوي چې له ارزونې وروسته به زیانمنو شویو کسانو سره مرسته وشي.