په هرات ولایت کې د عامې روغتیا مسوولان د یوې ګواښوونکې جلدي ناروغۍ خپرېدو خبر ورکوي. دا ناروغي ساري نه ده او «شوره یا سلمه» په نوم سبو نه پیدا شوې ده.
د دې ناروغۍ نښې نښانې د بدن د پوستوکي حساسیت او سوځېدل دي.
د هرات حوزوي روغتون د جلدي ناروغیو متخصص داکتر بشیراحمد بارکزی وايي، په تېرو ۱۵ ورځو کې د بادغیس ولایت ۱۲ تنه اوسېدونکي ۸ تنه ښځې، ۳ تنه ماشومان او یو نارینه او دغه راز د کشک کهنه اوبه ولوسوالیو دوه تنه اوسېدونکي په دغه روغتون کې بستر دي.
ډاکټر بارکزی له خلکو غواړي تر څو دغه ناروغي او پایلې یې په پوره ډول تشخیص شوې نه وي، خلک دې د «شوره یا سلمه» سابه نه خوري.
بلخوا د هرات ولایت د کرنې ریاست وايي، تراوسه پورې په دې اړه دوی ته کره اطلاعات ورکړل شوي نه دي؛ له دې کبله د کره څېړنې وروسته به یې پوره تشخیص معلوم شي.