هرات کې د کانګو تبې ناروغي زیاته شوې‌ده

د هرات حوزوي روغتون رییس محمدنعیم دولتي په‌دې ولایت او لوېدیځ زون کې د کانګو نارغي پېښو زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دی وایي، دا ناروغي تر ډېره له ترکمنستان او ایرانه د واردشویو ناروغو څاریو په‌واسطه دې ولایت ته رالېږدول شوې‌ده.

د ښاغلي دولتي په وینا، د کانګو تبې ناروغي ۴۷ سلنه پېښې په ښځینه‌وو کې لیدل شوې چې د څارویو غوښې پخولو پرمهال د روغتیا ساتنې نه مراعات له امله دې ناروغۍ نیولې دي.

د ده په خبره، تر اوسه د دې ناروغۍ ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۴ تنه یې وژلي هم دي.

د هرات حووزوي روغتون مسوولانو په وینا، تېرکال پر کانګو تبې۸۰ کسان اخته وو چې ۱۷ تنه یې ژوند بایللې و.

په لوېدیځ زون کې بېړنیو پېښو ته د ځواب ویلو څانګې مسوول احمدامیر نژاد هم د دې ناروغي پېښو زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي او وایي، تر دامهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له‌دې شمېرې له ۴۰ سلنو زیاتې پېښې په هرات کې دي.

د کانګو تبه د څاریو او انسانانو ګډه ناروغي ده چې د کنې په‌واسطه د وینې یا ناروغ څاروي د غوښې له لارې انسانانو ته لېږدېږي.

ډاکتر وایي، د ناروغ څاروي په غوښه کې د دې ناروغۍ ویروس له منځه‌وړلو په موخه باید غوښه ۲۴ ساعته په یخچال کې له کېښودو وروسته وخوړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام