«له هنر ورهاخوا» په نوم د معلولو ماشومانو لومړنی نندارتون په هرات کې جوړ شو.
د معلولانو او زړو د ساتنې مرکز عبدالعلي بارکزی وايي، په یاد نندارتون کې د معلولانو تر ۱۰۰۰ ډېر اثار نندارې ته وړاندې شوي چې د هغوی د وړتیاوو ښکارندويي کوي.
په دغه نندارتون کې د انځورګري، خطاطي، د خټې لاسي کارونه، د لوبو څیزونه، لاسي صنایع، مرۍ ګنډل، د سینګار څیزونه، د جامو ګنډل او یوشمېر نور اثار نندارې ته وړاندې شوي چې معلولو ماشومانو له یو کال راهیسې پرې خواري کړې ده.
د بارکزي په وینا، معلولان ښې وړتیاوې لري او که حکومت ورته په نورو ولایتونو کې هم دا ډول مرکزونه جوړ کړي، له یوې خوا به د معلولو ماشومانو او زړو کسانو لهپاره د ارام ژوند اسانتیاوې برابرې شوې وي او بلهخوا به یې له وړتیاوو ښه ګټه اخیستل شوې وي.
په همدې حال کې هغه ماشومان چې په دغه نندارتون کې یې خپل لاسي اثار نندارې ته وړاندې شوي، خوښي څرګندوي.
دوه معلول ماشومان محمود او نقیب الله وايي، د زدهکړو ترڅنګ یې، ګلبازي او انځورګري خوښېږي او تمه لري چې خلک به د دوی په لاس جوړ شوي ځیزونه و پېري.
بلهخوا په ټولنیزو چارو کې د هرات د والي مرستیاله مونسي حسنزاده وايي، معلول ماشومان هم ښې وړتیاوې لري او دوی به ورسره د دوی د وړتیاوو غوړولو او ورته د ارامه ژوند لهپاره د اسانتیاوو برابرولو برخه کې لازمه همکاري وکړي.