د هرات په زاول ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې د طالبانو له لوري موټربم چاودنه لامل شوې چې د يو شمېر کسانو غوږونه کاڼه شي، ماشومان د شپې خوبځای کې تشې متيازې وکړي او همداراز يو شمېر مېرمنې جنین سقط کړي.
۵۵ کلن حاجي نور احمد چې د هرات د زاول ولسوالۍ اوسېدونکی دی سلاموطندار ته وايي، له چاودنې وروسته يې يو غوږ څه نه اوري او بل يې درد کوي. نوموړی وايي، سره له دې چې هره ورځ يې سيمه کې جګړه وي، خو داسې زوروره چاودنه يې کله هم نه وه تجربه کړې.
حاجي نور احمد زياتوي چې یاده چاودنه دومره زوروره وه لکه د ننګرهار په اچين کې چې امريکا د بمونو مور بمب وغورځاوه. د نوموړي په وينا، له دې چاودنې وروسته يې د اولادونو غوږونه هم درد کوي او دشپې په خوبځای کې تشې متيازې کوي.
حاجي نور احمد همداراز وايي، سيمه کې يې چاودنې د رواني ستونزو ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.
د زاول ولسوالۍ بل اوسېدونکی هم وايي چې نه یوازې دا چې ماشومان بلکې د ډېر عمر لرونکي کسان هم د غوږ په درد اخته شوي او د اورېدو ستونزه هم ورته پيدا شوې ده. د هغه په وينا، سيمه اوس هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
د زاول ولسوال محمد سعید سروري وايي، طالبانو د پوليسو پوستې نيولو لپاره په هغه سيمه کې چې عام خلک اوسېږي، ۱۰ ټنه چاودېدونکيو توکيو ته چاودنه ورکړې.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو هوايي عمليات شوي چې پايله کې يې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.