هرات ښار کې د مقناطېسي ماین جوړولو مرکز کشف شو

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د ملي امنیت ځواکونو تر هغې وروسته چې د هرات ښار په درب‌خوش سیمې کې پر یوه هوټل برید وکړ، یاد مرکز یې کشف کړ.

د فرهاد په وینا، د دې مرکز مسوول د پنجشنبې په شپه د یوه رېنجر موټر تر الوزېدو وروسته نیول شوی او منلې یې ده چې د کشف شوي ماین جوړولو مرکز مسوول و.

فرهاد زیاتوي، هغه چاودېدونکي توکي چې په یاد مرکز کې یې نیولي، شاوخوا ۲۵ ماینونه ترې جوړېدای شي.

د چارواکو په وینا، ډېری لاسي چسپکي ماینونه هم په همدې مرکز کې جوړېدل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام