نی: د رسنیو ۹۵۳ کارکوونکي پر کورونا اخته شوي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، له څو اوونیو راهیسې یې له ځینو رسنیو سره سروې کړې چې له مخې یې د نورو سکټورونو په څېر د رسنیو ګڼ‌شمېر کارکوونکي هم پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د نی د سروې له مخې، په ټول افغانستان کې اوس ۹۵۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پر کورونا ویروس اخته دي او له ډلې یې ۵ هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نی رییس مجیب خلوتګر وايي، د رسنیو له کوره پر کورونا ویروس اخته کسانو کې خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او مدیران شامل دي، خو خبریالان د نورو کارکوونکو په پرتله ډېر زیانمنوونکي دي.

د نی مسوولان دا شمېرې هم کره نه بولي او وايي، دا ۹۵۳ کسان هم تر ټولو ټیټې شمېرې دي چې دغه بنسټ ترلاسه کړيو خو اصلي شمېرې تر دې لوړې دي.

خلوتګر ویلي چې له دې ډلې تر ټولو ډېر اخته کسان په کابل، لوګر، میدان وردګ، کاپیسا، پروان او پنجشېر ولایتونو کې دي چې شمېر یې ۵۶۸ ته رسېږي.

بله‌خوا یو شمېر خبریالان هم مني چې د خبریالانو ترڅنګ، د رسنیو ګڼ‌شمېر کارکوونکي هم پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

دوی د رسنیو له ملاتړو ادارو ګیله‌من دي او وايي، د رسنیو مسوولانو او حکومت د خبریالانو ژوند ته هېڅ ډول پام نه دی کړې.

خبریالان وايي، د رسنیو ملاتړو بنسټونو له رسنیو او دوی سره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې، په ځانګړې توګه د تېرو څلورو میاشتو پر مهال چې ښارونه کورنټین وو.

پر کورونا ویروس د خبریالانو او نورو کارکوونکو د اخته کېدو ترڅنګ، ګڼو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د دغه ویروس له امله خپلې دندې هم له لاسه ورکړې دي.

د رسنیو د ملاتړ اداره له حکومته غواړي چې د مطبوعاتي کارکوونکو روغتیا ته پام لا ډېر او د انلاین کار کولو اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام