نی: حکمتیار د افغان رسنیو په اړه معلومات نه‌لري

"نی" یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ وايي، چې له حکومت سره سوله کوونکي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د رسنیو په اړه بشپړ معلومات نه‌لري او د ځينو کلماتو کارول يې د قانون سره په ټکر دی.

د نی چارواکي دا هم وویل، افغان‌حکومت باید هیوادوالو ته ډاډ ورکړي، چې له حکمتیار سره سوله کول په دې معنا نه ده، چې په اساسي قانون کې درج شويو ارزښتونو او لاسته‌راوړنو ته دې زیان ورسيږي.

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ له راڅرګندیدو وروسته وینا، کې پر ځینو رسنیو چې دده پر وینا شر خوټوي لعنت وویل او په دویمه وینا کې یې بیا  ځینې رسنۍ "شریر" وبللې او ټینګار يي وکړ، چې د دغو رسنیو مخه باید ونیول شي.

د ازادو رسنیو ملاټر ادارې د دوشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډي ته زیاته کړه، چې حکومت باید د وینا د ازادي په برخه  کې خپلې  ۱۵ کلنې لاسته راوړنې وساتي.

د نی اجرایوي مشر: مجیب خلوتګر 

د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وايي:«زموږ په باور د حزب اسلامي مشر بهر کې تشریف درلود او د افغانستان له وضعیته په ځانګړې توګه د وینا ازادي له وضعیته بې‌خبره وو هغه چې دا خبرې کوي د ناپوهۍ  په حالت کې دی».

خلوتګر ټینګار وکړ، چې رسنۍ باید د ګواښونو او ناقانونه سرو کرښو په ټاکلو سره خپل رسنیز رسالت هیر نه کړي

نوموړي زیاته کړه، چې رسنیو ته لعنت او دغه سکټور  شریر بلل غیر دیني او هم ناقانونه کار دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ټول ولس سوله غواړي او د هیواد رسنۍ د سولې په فضا کې ډیرې لوړې کچې  ته رسیږي.

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د هېواد ځينو رسنیو ته رکیک صفات استعمالوي، چې مخکې له‌دې د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي هم رسنیو ته مناسب صفت نه و استعمال کړی.

هغه ځينو خبریالانو او د رسنیو استازو ته د کچالو خرڅوونکو خطاب کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام