په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نکلسن ويلي، چې د افغانستان سره د هند مالي او نظامي مرستې هرکلی کوي.
په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزيرانو د غونډې وروسته د سلام وطندار سره په خبرو کې جنرال نکلسن يادونه وکړه، چې هند په افغانستان کې د بيا رغوني، پوهنې او نظامي برخو کې ډيره پانګونه کړې ده.
دغه امريکايي جنرال د پارلمان د نوي ودانۍ، د افغانستان-هند دوستي بند، د ايران او افغانستان په همکارۍ د سلما بند پروژو يادونه وکړه.
جنرال نکلسن زياته کړه، چې د افغانستان خلکو او امنيتي ځواکونو سره د هند مرسته به دلته د ثبات او سوکالي راوستلو کې مرسته وکړي. پاکستان ته په اشارې سره دغه امريکايي جنرال ټینګار وکړ، چې تمه لري په افغانستان کې د هند پانګونې ته به ګاونډي هيوادونو د مثبت پرمختګ په ډول وګوري او د سيمې په ثبات يي حساب کړي.
ده يادونه وکړه، چې د امريکا دولت پلان لري په راتلونکي کال کې افغان هوايي ځواک سره نږدې ۸۰۰ میليون ډالر مرسته وکړي او دا کمک به د دوی ځواک او فعاليتونه ګړندي کړي.
جنرال نکلسن دا هم و ويل، چې امريکا افغانستان ته د دې په خاطر راغلی وو، چې طالبان د نړيوالې ترهګرې ډلي (القاعده) ملاتړ کړی وو او اوس هم امريکايان او ملګري يي په افغانستان کې القاعده، داعش او حقاني ډلې په څير نړېوالو ترهګرو ډلو د ختمولو لهپاره هڅې کوي.
نکلسن په داسې حال کې د هند له ملاتړه هرکلی کوي، چې د اسیا زړه په کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان ۵۰۰ ژمنه شوې مرسته رد کړه او په یاد کنفرانس کې د پاکستان ورغلي استازي سرتاج عزیز ته يې وویل، چې دغه پېسې دي په خپل خاوره کې د ترهګرو ځالو سره د مبارزې په برخه کې ولګوي.
له هغه وروسته سرتاج عزیز سمدلاسه پاکستان ته لاړ او د افغانستان په اړه يې توندې ویناوې وکړې.
هغه وویل، چې پاکستان ته د هندوستان په خاوره کې د افغان ولسمشر له خوا داسې وینا وشوه، چې باید هندي چارواکو کړي وای.
یاده دې وي، چې له سلما بند جوړېدو وروسته هندوستان له افغانستان سره نږدې یومیلیارډ ډالر نوره مرسته هم اعلان کړې ده.