د بلخ سرپرست والي وايي، چې د سولې څلور اړخیزې غونډې د طالبانو د تجهیز او تمویل له پاره یو فرصت و.
د بلخ ځای ناستی والي عطامحمد نور وايي، چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هېوادونو د څلور اړخیزې همغږۍ ډلې غونډې طالبانو ته فرصت و، چې ځانونه ښه تجهیز کړي او بیا ځلي له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړي.
عطامحمد نور پر حکومت تور پورې کړ، چې طالبانو دوکه کړی او وايي، چې لاهم حکومت پر همدې دوکه شوې لار روان دی.
عطامحمد نور نن سه شنبه (اپرېل۱۹مه) په مزار شریف ښار کې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډې ته وویل، افغان دولت په تېره یوه لسیزه کې تل د سولې دوکه خوړلې، خو هيڅ وخت یې پند نه دی اخیستی.
نوموړي زیاته کړه: " دا زموږ مرکزي حکومت دی، چې هر ځل یې له یوې سوړې مار چیچي، دا زموږ د مرکزي حکومت مشرتابه پلاوی دی چې په تيرو ۱۵ کلونو کې دوی ته د ورورولي لاس وړاندې کوي او هر ځل چې د دوی په ټټر سوک لګیږي بیاهم دوی ته د وروري لاس وړاندې کوي".
عطامحمد نور د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د څلور اړخیزې همغږې ډلې غونډې د طالبانو لا زیات تجهیزیدو له پاره پلمه بولي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیزه غونډه وشوه، دا غونډې په څو ځله شوي، په وروستي ځل چې باید طالبانو له حکومت سره خبرې کړې وای دا غونډه له ماتې سره مخ شوه.
ځکه د نوموړي پر وینا، رښتیا خبره نه شته، صداقت نه شته، یوازې د وخت کمایي کول و چې دوی ځان بیا تجهیز کړي، "د اکمال وخت لاسته راوړي چې همداسې یې وکړل ".
یاده دي وي، چېد بلخ ځای ناستي والي، پخوا هم د دولت د سولې پر پروګرام کلکې نیوکې کړې دي.