نورستاني: د ولسمشر وروستی فرمان غیر قانوني دی

 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي، چې د ټاکنو په هکله د ولسمشر محمد اشرف غني وروستی صادر شوی فرمان د قانون سره په ټکر کې دی.

ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د غوراوي کمېټې له پاره فرمان صادر کړ، چې له مخې يې د سترې محکمې رېیس، بشري حقونو، د اساسي قانون پرتطبیق د څارکمېسیون رېیس، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او دوه  مدني فعالان یې غړي ټاکل شوي دي.

دغه فرمان نن دوشنبه (مارچ ۱۴) د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس احمد یوسف نورستاني له لوري غیر قانوني وبلل شو او ویې ویل، چې د اساسي قانون ۷۹ مادې پربنسټ ولسمشر د اړتیا په صورت کې چې ملي شورا نه وي باید تقنیني فرمان صادر کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رېیس یوسف نورستاني وویل، چې حکومت باید ټاکنيزو کمېسیون په چارو کې مداخله ونه کړي او د ټاکنیز سمون په بهانه بنسټونه دې نه لغوه کوي.

نورستاني زیاته کړه، چې په حکومت کې لوړپوړي چارواکي، د ملګرو ملتونو دویم مرستیال، افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

نورستاني زیاته کړه د ټاکنو په کمېسیون کې د لاس وهنې لامله د ولسوالۍ او ولسي جرګې ټاکنې ځنډول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون رېیس له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې ددې لاس وهنو مخنیو دې وکړي.

د ټاکنو له پاره بودیجه

دغه راز نورستانی وايي، چې د روان کال تلې میاشتې په ۲۸ مه نیټه د ولسوالۍ او ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو اعلان  وکړ، خو دوه ورځې وروسته دوی حکومت ته یو مکتوب واستولو چې د سلواغې ( دلوې) میاشتې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په واک کې ۵۰ سلنه بودیجه ورکړي.

ده وویل، که ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پر وخت بودیجه ورکړل شي یوشمیر ولایتي عملیاتي پروګرامونه به پيل کړي.

نورستاني زیاته کړه، چې تراوسه حکومت ورته د بودیجې په ورکولو کوم ځواب نه دی ورکړی، ځکه پر وینایې د ورځې په تیریدو سره د ټاکنو د ترسره کېدو وخت له لاسه ورکوي.

د ټاکنو کمېسیون مشر وايي، چې په کابل کې ملګرو ملتونو استازي ټاکنو کمېسیون ته د پيسو ورکولو چمتووالی ښودلی، خو په دې شرط، چې دغه پيسې د حکومت له لوري وغوښتل شي او د ملي بودیجې له لارې ولګول شي.

د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې د ولسوالیو او ولسي جرګې پرټاکنو ۱۱۷  میلیونه ډالره لګښت راځي.

د ټاکنو کمېسیون رېیس وویل، که ملي اردو ټاکنیز موادو په لیږد کې مرسته وکړي او ترڅنګ دولت ورته شاوخوا ۸۰ زره ښوونکي د ټاکنو په ورځ په ټاکنیزو محلونو کې وګوماري ښايي د ټاکنو لګښت ۶۳ میلیونو ته راکم شي.

خو د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل سلام وطندارته وویل، د ټاکنیز سمون وړاندې ټاکنو کمېسیون ته بودیجه نه شي ورکولای او په دې اړه حکومت له کمېشنرانو سره  ګډ کارکوي.

فیصل اوسني ټاکنیز کمیسیونونه ناقانونه وبلل او ټينګار یې وکړ، چې ټاکنیز سمون به رامنځته او راتلونکې ټاکنې به د نويو کمېسیونو له لوري ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام