د مرکزياسیا فوټبال شورا لهخوا نن د سږ کال مرکزياسیا د ښځینه فوټبال جام لومړي پړاو سیالیو لوبډلوېش او مهالوېش اعلان شو چې له همدې سره جوخت به نن په اوزبیکستان کې پیل شي
د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله اوسمهال اوزبیکستان ته رسېدلې ده او نن به لومړۍ سیالۍ وکړي.
فدراسیون وايي چې افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله به د پچې اچونې لهمخې نن په لومړۍ سیالۍ کې له کوربه اوزبیکستانۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره ولوبېږي.
ټاکل شوېده، د دواړو ښځینه فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د افغانستان په وخت نن مازیګر ۳ نیمې بجې د اوزبیکستان پلازمېنې په تاشکند لوبغالي کې وشي.
د اعلان شوي لوبډلوېش پر بنسټ به افغانستان خپله دویمه لوبه د پر ۲۵مه غرمه ۱۲ نیمې بجې له ایرانۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله به په درېیمه لوبه د نومبر پر ۲۷مه نېټه د سهشنبې په ورځ مازیګر ۳ نیمې بجې له قرغزستانۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره او وروستۍ لوبه به د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه غرمه ۱۲ نیمې بجې له تاجیکستانۍ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره وکړي.
د مرکزياسیا ښځینه لومړي پړاو فوټبال ټورنمېنټ نن د نومبر پر ۲۳مه پیلېږي چې د افغانستان په ګډون پهکې د ایران، تاجیکستان، قرغزستان او کوربه اوزبیکستان لوبډلې برخه لري.