د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا دوه بجې یو سیمه ییز پولیس خپل ۵ ملګري وژلي او پوستې ته یې سقوط ورکړې دی.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب سلام وطندار سره په خبرو کې د پېښې پخلی وکړ.
عبدالوهاب وايي، د سیمه ییزو پولیسو دغه پوسته د غني خېلو ولسوالۍ مارکو بازار ته څېرمه په یوې غونډې کې موقیعت لري.
دی وايي، قاتل نصرت الله نومیږي او له پېښې یې وروسته تېښته کړې ده.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل.
د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، په غني خېلو کې د ۵ سیمه ییزو پولیسو له وژل کېدو وروسته له پوستې ۲ تنه ژوندي وړل شوي، چې په خبره یې یو بریدګر او بل هغه یې سیمه پولیس وي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر پولیس له کومې وسله والې ډلې سره اړیکې لرلې او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه ویلي.
د ریپوټونو له مخې، دوه ورځې مخکې هم د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو سیمه ییز پولیس خپل ۲ ملګري په ډزو وژلي وو او بیا وسله والو طالبانو ته ورغلی و.