ننګرهار کې پر اوربند نمانځونکیو د ځانمرګي برید مسوولیت داعش منلی

په ننګرهار کې د نن ورځې شوي برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی. دغې ډلې د Terromonitor.org on twitter  په نوم وېب پاڼه کې دا مسوولیت منلی دی. د ریپوټونو پربنسټ په افغانستان کې د یوشمېر بریدونو مسوولیت چې داعش ډلی اخیستی دی تل یې د Terromonitor.org on twitter په نوم پاڼه کې دغه خبره ښکاره کړې ده.

د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل په دې پېښه کې ۳۶ تنه وژل شوي او۶۵ تنه ټپيان شوي دي.

لومړني معلومات

نن مازدیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د غازي امان‌الله خان ښارګوټي په عمومي دروازه کې پر اوربند نمانځونکیو ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، ځانمرګی بریدګر د اوربند نمانځونکیو منځ ته دننه شوی او ځان پورې تړلیو توکیو ته یې چاودنه ورکړې ده.

خوږیاني سلام‌وطندار ته وویل، په دې پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي دي او ۱۶ تنه ټپيان دي.

نوموړي وویل، د وژل شویو او ټپيانو په ډله کې طالبان او عام خلک شامل دي.

ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب‌الله کاموال وايي، د برید له سیمې د غني خېلو روغتونو او د ولایت حوزوي روغتون ته ۴۷ ټپیان او ۷ جسدونه وروړل شوي دي.

ډاکټر نجیب‌الله کاموال وايي، د پېښې د یوشمېر ټپيانو د روغتیايي حالت نازک دی.

په دغه سیمه کې طالبان او ګڼ ولسي خلک د اوربند نمانځنې ته ورټول شوي وو.د پېښې عیني شاهدان وایي، ځانمرګی برید داسې مهال شوی چې کله غازي امان الله خان ښارګوټي مخې ته خلکو او طالبانو په ګډه د اوربند خوښۍ نمانځلې.

شاهدانو هم ویلي، په دغه پېښه کې ګنو طالبانو او ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی اخستی.

دغه ځانمرګی برید داسې مهال کېږي چې د اختر په مناسبت د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند شوی دی.

ولسي خلک دغه اوربند ته خوښ دي او هیله من دي چې نور هم وغځېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام