ننګرهار کې موټربم برید د ولسي پاڅونوالو مشر ووژلو

د دوشنبې پر مازیګر پاوباندې ۶ بجې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو د مشر حیات‌خان پر موټر، موټربم چاودنه کړې چې له امله یې خپله حیات‌خان له درېیوو ساتونکیو سره یو ځای ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په‌دې پېښه کې چې په وژل شویو کسانو کې یې دوه خوریان او یو بل نږدې خپلوان دی.

د ده په خبره، په ټپیانو کې یې یو هم زوی دی.

پېښه د روداتو ولسوالۍ کابل کمپ سیمه کې د تېلو یوه پمپ سټېش ته څېرمه شوې‌ده.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه ، ځانمرګي بریدګر خپل ډاینا ډوله موټر د حاجي حیات‌خان مومند له موټر سره جنګولی دی او چاودنه یې کړې‌ده.

دی همدارنګه وايي، دا لومړي جزیات دي او ښایي بدلون په‌کې راشي.

حیات‌خان کوټ ولسوالۍ کې د داعش خلاف د ولسي پاڅونوالو مشري کوله او له یادې ډلې سره یې ډېرې جګړې کړې‌دي.

حیات‌خان اوس له ننګرهاره ولسي جرګې ته هم نوماند و.

کابل کمپ سیمه کې د دې پیښې عیني شاهدان وایي، تر چاودنې وروسته سیمه کې موټرو اور اخېستی او د ملکي تلفاتو وېره هم شته.

تر اوسه د دې پیښې کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام