د سولې بهیر سره د څلورو قومندانانو په ګډون ۵۴طالبانو ـ چې لهدې مخکې یې د ننګرهار په نازیانو، خوګیاڼو، اچین، مومندرې، شېرزادو او غنيخېلو ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړې کولې ـ اوس له جګړې لاس اخېستی دی.
دغه شمېر پخواني طالبان نن سهار د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته وښودل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل، دغو کسانو د رښتیاوو له درک وروسته خپلې وسلې کېښودې.
د سولې بهیر سره د یو ځای شویو طالبانو دوو قومندانانو محمداسلام او نبيالله رسنیو ته وویل، اوسمهال د طالبانو لیکې کمزورې شوي او دوی هم د حقیقت له درک او د عالمانو له لوري د جګړې ناروا بللو وروسته وپتېیله چې له جګړې لاس واخلي.
دوی مني چې پخوا یې ډېره اشتباه کړېوه او ډېر زیاتی او ورانې یې کړی؛ خو اوس د سولې له بهیر سره یوځای کېږي.
دوی ـ چې زیاتره یې تنکي ځوانان وو ـ ویل، د پاکستان استخباراتي ادارې په اشارو یې د وطن او خلکو پر ضد ډېر ورانی کړی چې پرې خواشیني دي.
د ننګرهار یو دینيعالم حبیبالله جلالابادي هم په اوسنیو شرایطو کې د سولې بهیر سره د دومره زیات شمېر طالبانو یوځایکېدل وستایل او پر نورو یې غږ وکړ چې د بېګناه افغانانو له وژنې لاس واخلي.
د ننګرهار د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، په وروستیو کې شاوخوا ۳ سوه وسلهوالو جګړه پرېاېښې او د سولې بهیر سره یوځای شويدي.
طالبانو لا تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.