ننګرهار کې د ولس او طالبانو تر منځ جګړې مرګ‌وژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د دې ولایت بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د ولسي وګړیو او وسله‌والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې ځېنو کسانو ته یې مرګ‌وژوبله اړولې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، یاده جګړه د بټي‌کوټ په چاردهي سیمه کې شوې‌ چې د ۴ ملکیانو د وژل کېدا ترڅنګ په‌کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي‌دي.

نوموړی د دې جګړې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې سیمې ته پر وخت امنیتي ځواکونه ور رسېدلي، پر وسله‌والو یې برید کړ او وسله‌والو طالبانو ته یې مرګ‌وژوبله اړولې چې ارقام به یې وروسته شریک شي.

د ولسي خلکو په خبره، څو ورځې مخکې وسله‌والو طالبانو په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې له خلکو غوښتي وو چې په امنیتي ځواکونو کې دې له دندې ترسره لاس واخلي؛ خو دوی یې خبره نه‌ده منلې.

د بټي‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي امیرجان کوټوال سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د طالبانو غوښتنې ته د دوی له منفي ځواب وروسته نن سهار شاوخوا اته بجې یادې وسله‌والې ډلې غوښتل د سیمې یو کس له ځانه سره برمته کړي چې عامو خلکو یې مخه نیولې او وروسته نښته رامنځته شوې‌ده.

دوی دغې جګړه کې خپلې خوا ته د مرګ‌وژوبلې په اړه یوه خوله نه‌دي او وايي چې له وسله‌والو طالبانو سره یې په ټوپک، چره‌ییز او کوتک جګړه کړې چې طالبانو ۵تنه ولسي خلک وژلي ۹ یې ټپيان کړي او د ابراهیم په نوم یو کس یې له ځانه سره ژوندی وړی دی.

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام وطندار ته په استولي پېغام کې دعوه کړې چې بټي‌کوټ ولسوالۍ چاردهي سیمه کې یې ملګرو د محلي پولیسو د جوړولو د مخنیوي تر څنګ څلور محلي پولیس وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي‌دي.

هغه ویلي، دغه جګړه کې یو طالب وسله‌وال هم ټپي شوی‌دی.

خو حکومتي چارواکیو د طالبانو د دې ادعا په اړه چې ګوندې وژل شوي او ټپي کسان محلي پولیس دي، څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام