چارواکي وايي، نږدې دوه کاله مخکې د دې ولایت له کوټ ولسوالۍ نه داعشیانو ۱۲ ولسي وګړي له ځانه سره وړي وو چې پرون د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې یې د ۹ هغو ډلهییز قبر وموندل شو.
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، دغه کسان د کوټ ولسوالۍ له سهپای سیمې هغه مهال یرغمل شوي وو چې کله سیمه کې د داعشیانو، ولسي پاڅونوالو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې روانې وې.
خو کوټ ولسوالۍ کې قومي مخور او ولسي خلک وايي، شاوخوا یو نیم کال مخکې داعشیانو له یادې ولسوالۍ د شپږو مېرمنو په ګډون ۱۸ ولسي خلک یرغمل کړي وو چې شپږ مېرمنې یې په داعشیانو پورې د اړوندو پاکستانیو مېرمنو په بدل کې راخوشې کړې.
د کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک امیرجان سلام وطندارسره ټیلیفوني اړیکه کې وویل، دغه پاکستانۍ مېرمنې د حکومت په بند کې وې.
نوموړی وايي، تېره ورځ د اچین د مامند درې په ښورۍ سیمه کې د ۱۲ کوټوالو ډلهییز قبر وموندل شو چې د حکومتي ځواکونو او ولسي خلکو په مرسته یې جسدونه کوټ ولسوالۍ ته را انتقال او نن خاورو ته وسپارل شول.
امیرجان وايي، دغو ۱۲ جسدونو کې قومي مشران هم شته.
د دې ولسوالۍ د ستانهدار سیمې یو بل اوسېدونکی او سیمه کې د محلي پولیسو یو قومندان ملکسفیر بیا وايي چې د ده ورور هم داعشیانو له ځانه سره وړی و چې درې میاشتې وروسته یې د هغه د وژلو ویډیويي کلیپونه ولیدل؛ خو په اوسنیو پیدا شویو جسدونو کې یې د ورور جسد نهشته .
هغه وايي، هڅه کوي چې د قومي مشرانو او حکومتي ځواکونو په مرسته د خپل ورور مړی د اچین ولسوالۍ له مامند سیمې راولېږدوي.
داعشیانو تر دامهاله پهدې تړاو څه نهدي ویلي.