د ننګرهار چارواکي وايي، دې ولایت کې د داعش، طالبانو، لشکرطیبه او نورو وسلهوالو ډلو ترڅنګ جیش محمد ډله هم فعاله ده چې دوی به یې د فعالیتونو مخه ډب کړي.
د ننګرهار د ملي امنیت رییس تورنجنرال نظرعلي واحدي نن یوې خبري غونډې ته وویل، جیش محمد ډله مستقیماً د پاکستان له لوري تمویلېږي.
ښاغلی واحدي وايي، دوی د نورو ډلو تر څنګ د جیش محمد وسلهوالې ډلې د کړنو مخه ډب کړې او خپلو موخو ته د رسېدو لهپاره یې نه پرېږدي.
داسې راپورونه هم شته چې جیش محمد وسلهواله ډله د ننګرهار په پرتله د کونړ په خاصکونړ، شلتن، دانګام او ناړۍ ولسوالۍ کې ډېر فعالیت لري.
پر پاکستان تور دی چې د جیش محمد وسله والې ډلې ملاتړ کوي. د هند تر ولکې لاندې کشمېر پلوامه کې د هغه هېواد په نیمه پوځ برید هم د دې ډلې کار ګڼل کېږي چې پهکې ګڼ پوځیان ووژل شول.