د ننګرهار ولایت امنیه قومندان جنرال فضل احمد شېرزاد رسنيو ته وویل، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د امریکا سفارت ځانګړي استازي د ختیځو ولایتونو د سرپرستو والیانو او امنیتي چارواکو سره ګډه ناسته درلودله.
د نوموړي په خبره کله، چې غونډه خلاصه شوه او راغلي بهرني میلمانه دهوا له لارې ستانه شول، هغه امریکايي او د ملي اردو ځواکونه، چې له میدانه شاهي ماڼۍ ته د امنیت ساتلو له پاره راغلي وو، د شاهي ماڼۍ په قراول کې د ملي اردو یو سرتېري په رنجر موټر کې پیکا ته ولاړ و د امریکايي ځواکونو ترمنځ ډزې وشوې، چې له امله يې د ملي اوردو دغه سرتېری وژل شوی دی او ۲ تنه د ملي اردو نور سربازان ټپیان شوي دي.
قومندان وايي، د ایساف ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه ورسره معلومات نشته؛ خو په پېښه کې نورو دولتي کارکوونکو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاتوي د پېښې د لا روښانتیا لپاره دوی او د ملي امنیت ریاست یو ګډ پلاوی ټاکلی، چې پېښه ښه وڅېړي.
ياده دې وي، چې د پېښې په اړه تر اوسه يو بريدمل هم نيول شوی دی.