ننګرهار: د حصارک په جامع جومات کې چاودنې ۴ تنه و وژل او ۷۲ نور يې ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ د " مزینې کلي په حصارک جامع جومات" کې د یو ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۷۲ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې د تایید ترڅنګ سلام وطندار ته وویل، چې دغه بم د جومات په محراب کې ځای پر ځای شو و، چې د جومات ملاامام هم په کې وژل شوی دی.

راپورونه وايي، چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

نوموړی بیا وايي، چې په دغه چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷۲ټپيان دي.

له بل لوري د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال وايي، چې تر اوسه دوی ته د ۴ وژل شوي او ۱۰ ټپيان ور وړل شوي دي.

خو عينې شاهدان بیا وايي، چې د ټپيانو شمېر له دې هم زیات دی.

د راپورونو پر بنسټ په چاودنه کې ټول عام وګړو ته زیان رسیدلی دی.

همدارنګه ۳۸ ټپیان له لومړۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږدول شوي او پاتې نور يې د تداوۍ لاندې دي.

د لاسته راغلو راپورنو له مخې په دغو ټپيانو کې د شپږو تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

یاده دې وي، چې په دغو ټپيانو کې ۱۵ ماشومان هم شامل دي.

پټه دې پاتې نه وي، چې طالبانو په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام