نرګس او بلقیس: دلته مو راتلونکی تضمین‌یږي

بلقیس احسان د افغانستان امریکايي پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي لومړي کال زده‌کړیاله  

بلقیس احسان او نرګس احسان دواړه خویندې دي.

دوی اوسمهال د افغانستان امریکايي پوهنتون د اقتصاد او سیاسي علومو پوهنځي لومړي کال زدهکړیالانې دي.

دغه دوه خویندې په کابل کې د امریکا سفارت د اعلان شوي بورس له ازموینې وروسته امریکايي پوهنتون ته بریالۍ شوې دي.

نرګس احسان په امریکايي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي زدهکړیاله او وايي، دغه پوهنتون ټولو هغو زدهکړیالانو ته چې له ولایتونو دغه پوهنتون ته بریالي کېږي له لیلې سربېره نور امکانات هم ورته برابروي.

د پېغلې احسان په خبره، د دې پوهنتون ټول درسي توکي د امریکې پوهنتونو سره برابر دي او دا چاره د دې لامل کېږي، چې له تحصیل وروسته په اسانه د کار بازار ته جذب شي.

نوموړې وویل، د افغانستان امریکايي پوهنتون چاپېریال له جنسیتي تبعیض پاک دی.

نرګس احسان د افغانستان امریکايي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي لومړي کال زده‌کړیاله

اغلې احسان وايي، دغه پوهنتون د نجونو په برخه کې ځانګړې پالیسي لري او هره زده کړیاله دلته په یو امن او خوندي چاپېریال کې درسونه وايي.

بلقیس احسان د نرګس خور او د سیاسي علومو پوهنځۍ زده کړیاله ده.

بلقیس وايي، په امریکايي پوهنتون کې درس ویل یو جانس دی او هرچا ته دغه فرصت نه برابریږي.

نوموړې وايي، خورا خوښه ده، چې په یو معیاري پوهنتون کې درسونه وايي.

د بلقیس په خبره، که هر زده کړیال له فراغت وروسته په بهرنیو هېوادونو کې د زده کړو لېوالتیا لري په اسانۍ کولی شي لاړ شي.

دغه دوه خویندې وايي، د امنیتي ستونزو سره بیا هم خپل درسونه، نه پرېږدي او دغه پوهنتون په هېڅکله د زده کړیالانو په مخ ونه تړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام