د افغانستان کارګرانو د ټولنې مسوولان وايي، چې په دې وروستيو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت په بې ساري ډول ټيټ شوی او د خوراکي توکو بيې هم خورا زیاتې شوي، خو د کارمندانو معاشونه بیا د پخوا په شان په خپل حالت کې ثابت پاتې دي.
د ډالرو د ارزښت لوړوالی په افغانستان کې د خوراکي توکو، سون موادو او ان د برېښنا د بيو د جګېدو لامل شوی.
د دغې ټولنې مسوولان خبرداری ورکوي، که چېرې وضعیت همدا شان دوام وکړي، نو د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې به له دې هم زیاتې شي.
د افغانستان د کارګرانو د ټولنې مشر معروف قادري د يوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې حکومت باید د بازار د ثابت ساتلو په برخه کې جدي اقدام وکړي.
خو له بل لوري بیا د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې یوازې ډالر د افغاني اسعارو پر وړاندې نه دی لوړ شوی، بلکې د روسيې، استراليا او ترکيې په شان پرمختللو هېوادونو د پېسو پر ارزښت يې هم منفي اغیز کړی.
د افغانستان د مرکزي بانک مشر خلیل صديق، له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل، په هېواد کې د جنګ دوام، د اوزګارو خلکو په شمېره کې زیاتوالی او د ناخالصه ملي توليداتو په کچه کې کموالی د افغانيو د ارزښت د کموالي لاملونه په ګوته کړل.
قادري زیاته کړه، چې د افغانستان د کارګرانو اتحادیه پر يوې داسې طرحې کار شروع کړی، چې که حکومت يې عملي کړي، نو په افغانستان کې به د اوزګارو خلکو په شمېره کې کموالی راشي او ترڅنګ به يې د افغانستان په اقتصاد کې هم مثبت تغیر راشي.
د افغانستان د کارګرانو د ټولنې رییس وايي، چې حکومت باید اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مخه ونیسي، ځکه په وينا يې دغه خلک په بهرنيو هېوادونو کې هم له سترو ستونزو سره مخ وي.
د المان په ګډون ځينو اروپايي هېوادونو په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې کډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي؛ خو د کارګرانو د اتحاديې مسوولان وايي، که چېرې دغه کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، نو له اروپايي هېوادونو څخه د افغانانو د راتګ له امله به بېرته د ناامنيو په کچه کې زیاتوالی راشي او زیات ځوانان به وسله والو په لیکو کې جذب شي.
افغانستان يو وارداتي هېواد دی، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت کموالي د تاوان زیاته برخه خپله هېوادوال ورکوي؛ ځکه زیات وارداتي مواد په ډالرو اخیستل کيږي او د ډالرو په ارزښت کې زیاتوالی او کموالی په مستقیمه توګه پر توکو اثر کوي.