نبیل: د جمهوريت او ټول‌شموله حکومت د دفاع لپاره يې وسلې وېشلي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت‌الله نبیل د ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان په غبرګون کې وويل چې د ټاکنو د ګټونکي په توګه د محمد اشرف غني اعلانېدل افغانستان لپاره د بحران د نوي فصل پيل دی.

نبيل چې نن په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل چې نن د ولسواکۍ د مرګ ورځ وه او په اقتصادي، سياسي، امنيتي او ټولنيزو مسايلو کې د تازه بحرانونو پيل و.

نوموړي د هېواد وضعيت بحراني ياد کړ او ويې ويل چې په يو شمېر ولايتونو کې د جمهور دفاع لپاره خلکو ته وسلې وېشل شوې دي.

د امنيت او عدالت ټاکنيزې ډلې مشر خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به يوازې ليدونکي نه وي او د درغليو پر وړاندې به درېږي.

نوموړي د ملي يووالي حکومت رهبران «ځان‌غوښتونکي» او بې‌پروا وبلل او زياته يې کړه چې د موازي حکومت جوړول هېواد بن‌بست سر مخ کوي او د خلکو په خير نه دی.

نوموړي تېره شپه په يوه ټوېټ کې ليکلي وو:« دا اخلاق او جسارت مو درلود چې مبارکي ورکړو؛ خو نن ورځ ورته تسليت وايم.»

په ورته وخت کې د اسلامي جمعیت ګوند د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلو اعلان «د ولسواکۍ او د خلکو رښتینې ارادې پر وړاندې نرمه‌ کودتاه» بللې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام