نبي عیسی خېل د (حجامې) عملیات وکړ

دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل راتلونکو نړیوالو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه یو لړ معمولي عملیات ترسره کړه.

محمد نبي عیسی خیل په خپل ټویټر پیغام کې داسې انځورنه خپاره کړي دي چې د حجامه په نوم عملیات یې ترسره کړي چې د پیغمبر(ص) سنت طریقه ده.

ویل کېږي چې د حجامه عملیات له بدن څخه د ګنده یا مړې او غیرضروري وینې د ویستلو لپاره پخوانیو وختونو کې زیات ترسره کېده.

پخواني کپتان ال راونډر نبي عیسی خیل په خپل فیسبوک پاڼه کې د خپلو مینه والو د مینې او دعاګانو څخه مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ښایي دغه عملیات یې د روغتیا لپاره ګټور شي او په فیزیکي برخه کې یی غښتلتیا پیدا شي.

ښاغلي عیسی خیل ویلي دي چې د حجامه په نوم ددې عملیاتو په ترسره کولو سره د بدن زیاتره ناروغۍ له مینځه ځي او په ټوله کې د روغتیا لپاره ډیرګټور دي.

د ملي کرکټر محمد نبي په وینا چې د حجامې په وسیله وینه تصفیه کېږي او په بدن کې د سرې او سپینې وینې حجرې زیاتیږي.

کرکټرمحمد نبي عیسی خیل روانه میاشت په ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې کپتانۍ کولو او لوبیدو وروسته له خپلې کارکردګۍ خوښ نه و او له همدې کبله یې دغه دنده اصغرستانکزي ته پریښوده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام