تېره شپه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ۷مې ناحیې اړوند باګرامیو سیمه کې ناڅرګنده وسلهوال د ابراهیم په نوم د یو کس کور ته دننه شوي او نوموړی یې له خپلې مېرمنې او کوچني زوی سره یو ځای وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، وژل شوی کس له اره د کونړ ولایت اوسېدونکی دی، چې اوس په جلال اباد ښار کې استوګن و.
نوموړی وايي، وژل شوي کس دوه مېرمنې درلودې، چې لومړۍ مېرمن یې وړاندې طلاقه کړې وه.
د والي د ویاند د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده قضیه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې؛ خو پهدې اړه لا ډېرې څېړنې دوام لري.
تر اوسه د یادې پېښې عاملین نه دي نیول شوي؛ خو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د هغوی د نیولو پهپار د پولیسو هڅې روانې دي.
دې وروستیو کې ننګرهار کې دغه ډول پېښو زور اخستی، چې لهدې وړاندې هم په بهسودو، شېرزادو او یو شمېر نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوېدي.
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، تېر لمریز کال د ښځو چارو ریاست سره له ۲۲۵ ډېرې پېښې ثبت شوي، چې ډېرې یې د کورني تاوتریخوالي دي.