ناټو: د طالبانو د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسې باور کمزوری کوي

د ناټو سازمان وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو په مالکیت او مشري د سولې پروسه یوازینۍ لاره ده چې په افغانستان کې ثبات او امنیت ټینګ او سوله راولي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې ژرترژره خپلمنځي مسایل حل او د بین‌الافغاني خبرو اترو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی، په تېره د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې بریدونه په لوړه کچه کې دي او دا د سولې پر پروسې باور کمزوری کوي.

ناټو زیاته کړې، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو د اوربند پر مهال او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک او د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې د خپرولو پر مهال، ټولو اړخونو له سیاسي لارو چارو په هېواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ.

ناټو ټینګار کړی چې طالبان باید د کورونا ویروس خپرېدو ته په کتو، د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه ومني.

خبرپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د ټولو بهرنیو ځواکونو موجودیت د دغه هېواد له شرایطو سره تړلی او دغه ځواکونه به د سولې پروسې د ملاتړ په موخه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پرېښودو په اړه سلامشورو ته دوام ورکړي.

ناټو له حکومت او طالبانو غوښتي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل په ګډون، پر خپلو ژمنو عمل وکړي او «ډاډ ورکړي چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځالو نه بدلېږي.»

ناټو سازمان د افغانستان له خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر خپلو اوږدمهالو ژمنو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، دغه سازمان تمه لري چې بین‌الافغاني خبرې اترې به د یوې تلپاتې سولې د هوکړه‌لیک لامل شي، څو تاوتریخوالی کم او د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام