د ناټو عمومي منشي ینسسټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنې بروکسېل کې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبان نه شي کولای د جګړې له لارې واک ته ورسېږي.
نوموړي وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس په ځواکمنېدو دي او د ناټو له لوري یې ملاتړ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره لاره ده.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، وسلهوال طالبان باید تاوتریخوالی کم او دا وښيي چې رښتیا هم په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتلو ته ژمن دي.
د هغه په وینا، یوازې افغان ځواکونه کولای شي له طالبانو سره سولې ته لار هواره کړي او ناټو به یې دغې موخې ته د رسېدو لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.
ینسسټولټنبرګ په کابل کې د نن ورځې برید چې شپږ کسان پهکې ووژل شول او دیارلس نور ټپیان شول، هم وغنده او دا یې د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو له لوري ښکاره تاوتریخوالی وباله.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، دغه سازمان او غړي هېوادونه یې نه غواړي تر عمره په افغانستان کې پاتې شي، بلکې هلته یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره پاتې دي او له افغان ځواکونو نه به خپل ملاتړ ته تر هغې دوام ورکړي چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې.
سټولټنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اوس شاوخوا ۱۶ زره ځواکونه په افغانستان کې مېشت دي چې افغان ځواکونو ته سلا مشورې او روزنه ورکوي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو ته به بیا اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې ځواکمن شي.
د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې یوولسم پړاو خبرې د لنډې مودې لپاره درول شوې دي.
خلیلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې ویلي و چې له طالبانو سره یې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
اړوند مطالب: