"په اور ګرم ګړي سیخ داغل شوې، وېښتان یې ترې وېستلي، په سر او صورت یې د وسلې نښې موجودې دي؛ د کور په چارو کې د بې غورۍ په تور دغه سزا ورکړل شوې."
دا د وږمې ناوکۍ کیسه ده، چې د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین یې روایت کوي.
نوموړې وايي، پر وږمې د خسرګانې د ظلم او شکنجې کیسه د هغې پر سر او صورت انځوره شوې.
خدیجه یقین وویل، وږمه د سخت لیدلي کړاو او شکنجې له امله په خپل مرګ راضي ده او وايي، چې "ما ووژنئ، خیر دی! هغه کورته مې بیا مه لیګئ!"
وږمه ۱۴ کلنه ده او یو کال مخکې یو ۱۷ کلن هلک سره یې نکاح شوې ده. د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه له وږمۍ نقل قول کوي، چې په دې وروستیو کې مېړه او د هغه ورور له خوا سخته ووهل شوه او د وجود په هره برخه یې د وهلو او ټکولو نښې شته.
جدیجه یقین وايي، وږمه د زیات شکنجې د نه زغم له امله د سهار لمانځه په پلمه له کوره تښتي او د پولیسو یوې نږدې پوستې پناه وروړي.
وږمې له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې "ودې وژل شم، خو بیا هېڅ کله هغه کورته نه ورځم ."
نوموړې وايي، هره شپه د مېړه له خوا ډبول کېدله او هر ځلې به په تشناب کې زنداني کوله.
له بل لوري د بغلان ولایت د امنیې قوماندان نورحبیب ګلبهاري وايي، چې د وږمې مېړه او د هغه ورور نیول شوي دي او پلټنې ترې کېږي.